د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې له ملا عبدالغني برادر سره لیدلي

پرون د اپریل په ۳۰ مه نیټه د وسلوالو طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس ”ملا عبدالغني“ برادر او ورسره مل هئیت یې د انډونیزیا د بهرنیو چارو له وزیرې ”ریتنو لیستاري“ او ورسره هئیت سره کتنه کړې ده

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي، چې په دې کتنه کې ملا برادر د انډونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې سره د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د امریکايي ټیم سره د طالبانو د مذاکراتي ټیم په روانو مذاکراتو نظر تبادله کړ

په کتنه کې هغه لاملونه په ګوته کړل شوي، چې په دوحه کې د بین الافغاني کنفرانس د لغو کیدو سبب ګرځیدلي وو

دلته دواړو خواوو ټینګار کړی، چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره به خپل منځي ارتباط برقرار ساتي

طالب ویاند لیکي، ”په مقابل کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د اړتیا په وخت کې د افغانستان د مسئلې په حل کې د خپل هیواد د مرستې او مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې هر څومره ژر وي د افغانستان مسئله یو معقول حل ته ورسیږي“

دا لومړی ځل نه دی، چې د وسلوالو طالبانو له دغه سیاسي هیئت سره په لوړه کچه کتنه کیږي، بلکې تر دغه مخکې هم ورته لیده کاته شوي دي

د یادونې وړ ده، چې د قطر په دوحه کې د طالبانو له مذاکراتي ټیم سره نن ورځ د ۶م ځل لپاره د خلیل زاد مذاکرانه مجلس هم پېلېدونکی دی

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *