پاکستان غواړي چې د ترهګرۍ د مخنوي په بهانه مدرسې پخپل واک کې واخلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

پاکستان غواړي چې د ترهګرۍ د مخنوي په بهانه مدرسې پخپل واک کې واخلي

د پاکستان حکومت خبر ورکوي، چې دیني مدرسې به د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د مخنوي په خاطر پخپل واک کې واخلي

پاکستان وایي، چې د اسلام اباد په شمول به په څلور ایالتونو کې مدرسې خپل واک کې اخلي

تر اوسه د افراطیت او سخت درځۍ تعریف څۀ دی، نه ده روښان شوی خو پاکستان دې ګام اخیستلو ته لوالتیا ښودلې ده

د لويديځو هېوادونو له لوري له تېرو څو کلونو راهيسې د ديني مدرسو په اړه پر پاکستان فشارونه دي او پرې تور پورې کوي، چې په دغو ديني مدرسو کې ”د سخت دريځۍ او افراطيت“ فکر ورکول کيږي

د پاکستان د پوځ وياند تورنجنرال اصف غفور وایي، په ځينو ديني مدرسو کې د کرکې او نفرت درسونه ورکول کيږي

د نوموړي په خبره دغه مدرسو ته به د نورو لکونو دولتي ښوونځيو په څېر لګښتونه هم حکومت له حکومتي بودجې ورکوي

باید وویل شي، چې په پاکستان کې په زرګونه مدرسې دي خو لګښتونه یې ټول شخصي دي، حکومت وروسره هېڅ کومک نه کوي

د پاکستاني حکومت دغه ګام چې، ديني مدرسې به راجسټر کړي او د خپل تر واک لاندې به یې راولي، حساسه موضوع ده

دغه زور پخوا هم په مدرسو وهل شوی وو، خو د د مدرسو د پخواني مسؤلینو ورسره نه وو منلي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *