مجاهد: له امریکایي ټیم سره به نن (د می لومړۍ نیټه) د خبرو شپږم پړاو پیل شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

مجاهد: له امریکایي ټیم سره به نن (د می لومړۍ نیټه) د خبرو شپږم پړاو پیل شي

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر له امریکایانو سره د شپږم پړاو خبرو د پیل خبر ورکړی دی

مجاهد ویلي، چې نن چهارشنبه ( د می لومړۍ نیټه) به د دوی او امریکایانو مذاکراتي ټیمونه یو ځل بیا خبرو ته سره کیني

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د خلیلزاد د سفر په اړه یې ویلي وو، چې د نوموړي دا سفر به د می میاشتې تر ۱۱مې نیټې پورې دوام وکړي او په دې کې به د وسلوالو طالبانو سره هم په قطر کې خبرو ته کیني

د امریکایي ټیم مشر زلمی خلیلزاد تیره او وړمه ورځ په اسلام اباد کې وو او له دې مخکې یې په کابل کې له چارواکو سره د افغان سولې په اړه لیدنې کړې وې

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *