المان غږ: ولسمشر غني د لويي جرګې له طریقه خپل مشروعیت اعاده کوي – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

المان غږ: ولسمشر غني د لويي جرګې له طریقه خپل مشروعیت اعاده کوي

د المان ږغ د اپریل پر ۲۹ باندي لیکي جمهورریس اشرف غني هڅه کوي چي د لويي جرګې له طریقه خپل مشروعیت اعاده کاندي. المان ږغ وايي پدې څلور ورځنۍ جرګې کي ۳۲۰۰ کسانو اشتراک کړی دی، او د ۳۴ ولایاتو خلګ په کښې موجود دي. دا جرګه یوازي مشورتي بڼه لري، او په افغانستان کي لویه جرګه عموما په نادرو وختونو کي دایرېږي.

المان ږغ لیکي څرنګه چي د غني حکومت د طالبانو او امریکایانو له خبرو څخه لیري ساتل سوی دی، نو لهذا غني هڅه کوي چي د جرګې له استازو څخه حمایت تر لاسه کړي، څو د سولي په خبرو کي خپل موقف غښتلی کړي. خو طالبان نه غواړي چي د غني سره خبري وکړي، ځکه هغه د «امریکا ګوډاګی» تلقي کوي.

المان ږغ وايي که څه هم اشرف غني طالبانو ته د برخي اخیستلو دعوت ورکړ، خو هغوی دا بلنه رده کړه، او حتی نور خلګ يې هم تحریمولو ته وهڅول. طالبان وايي حکومت غواړي چي عامه خلګ وغولوي، او خپل نامشروع حاکمیت وغزوي.

المان ږغ لیکي چي د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله په شمول زیاترو مشهورو او مخورو افغان سیاستوالو دا جرګه بایکاټ کړې ده. هغوی وايي غني غواړي چي لدې طریقه انتخاباتي کمپېن وکړي. مګر د غني طرفداران وايي چي دا جرګه به د خلګو لپاره د دې فرصت برابر کړي چي د سولي په باب خپل نظریات وړاندي کړي.

المان ږغ وايي مبصرین عقیده لري چي غني په زیاتېدونکې توګه منزوي کېږي. غني د مسکو او قطر د بین الافغاني مجلسونو مخالفت کړی وو.

المان ږغ لیکي افغان سیاستوال د یوه داسي موقتي حکومت د جوړولو غوښتنه کوي چي هم طالبان په کښې شامل وي، او هم د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره لاره اواره کړي. خو غني غواړي چي د دوهم کرت لپاره جمهورریس پاته سي. یو غربي دپلومات وايي د غني سره د طالبانو خبري نه کول د هغه سیاسي موقف ور کمزوری کړی دی.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *