د امریکا او ایران کړکیچ ورځ تر بلې ورځ زیاتیږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د امریکا او ایران کړکیچ ورځ تر بلې ورځ زیاتیږي

په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ تر ولسمشر کیدو وروسته د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو تاوتریخوالی نسبتاً زیات شو او ټرمپ په ایران د یو ډول بندیزونو خبره راپورته کړه

په دې وروستیو کې یو ځل بیا په دې اړیکو کې سخت خړپړوالی راغلی او امریکا په ایران بندیزونه لګولي دي

د امریکا او ایران ترمنځ تازه کړکیچ وروسته له هغه رامنځته شو، چې امریکا د ایران انقلابي ځواک “سپاه پاسداران” په تور لیست کې شامل کړ او دا یې یوه ترهګره ډله وبلله

ایران د امریکا په دې پرېکړه سخت غبرګون وښود او ویې ویل، امریکا یو غیر قانوني کار وکړ او دا ځکه چې امریکا د ایران په وړاندې ماتې خوړلې ده

ډونالډ ټرمپ له دې وروسته وویل، چې د ایران د تیلو په صادرولو هم بندیز دی او د می میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته نشي کولای، چې په چین، هند، ترکیه، جاپان او جنوبي کوریا خپل تیل وپلوري

ټرمپ وایي، چې سعودي سره یې خبر کړې او هغوی به د خپلو تیلو په صادراتو کې زیاتوالی راولي ترڅو د تیلو بحراني حالت له منځه ولاړ شي

چین، ترکیې او خپله د ایران حکومت د امریکا دا پرېکړه ناسمه وبلله او په باور یې، چې دا به سیمه له بې ثباتۍ سره مخ کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، چې په دوی د امریکا دې بندیز هېڅ اغیز نه دی کړی او په وینا یې، چې خپلو صادراتو ته به همداسې دوام ورکړي

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د امریکا لخوا په ایران وروستیو فشارونو او بندیزونو خواشینی کړی وو

نوموړي ویلي وو، چې له امریکا سره خبرو ته تیار دی خو په دې شرط چې امریکا به له ایرانه بښنه غواړي او فشارونه به ختموي

د روحاني په ټکو، چې ایرانیان د دیپلوماسۍ خلک دي خو د جنګ او دفاع توان هم ښه پوره لري

د امریکا په وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ”جواد ظریف“ سختې څرګندونې پیل کړي دي

تیره ورځ یې ویلي وو، چې ایران ممکن د وسلو د پراختیا د مخنیوي له هوکړې ووځي او په وینا یې، چې دا کار به د امریکا د بندیزونو په غچ کې کوي

اوس یې تازه په یوه بله مرکه په امریکا تور لګولی، چې دوی کوښښ کوي ترڅو د ایران اوسنی نظام بدل کړي خو یوه امریکایي چارواکي یې په ځواب کې ویلي، امریکا د ایران د نظام د بدلولو هڅه نه کوي بلکې کوښښ کوي، چې د ایران چلند د نړۍوالو په مخ سم کړي

جواد ظریف همدا راز وایي، چې ټرمپ د سعودي او اسرائیلو په خبره له ایران سره دښمني پیل کړې او غواړي چې برید پرې وکړي خو په وینا یې چې ایران د امریکا د احتمالي برید په صورت کې تیار دی، د ځان څخه دفاع وکړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *