د لویانو زرینې خبرې – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

د لویانو زرینې خبرې

ژباړه: نوراحمد شاکر

کله چې ماته مې خپل علم له انسانانو سره محبت کول نکړي را زده؛ نو له ما څخه یو بې علمه جاهل کس زر ځله بهتر دی.
مولانا جلال الدین رومي رحمه الله

کله چې کوم قوم بغیر له جګړې څخه ماته وخوري؛ نو پوه شه چې ځوانان یې د فحشا ښکار شوي دي.
سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله

تاسو د انسانانو غلامي په هیڅ وخت کې مه کوئ، ځکه تاسو الله پاک یو ازاد مخلوق پیدا کړي یاست.
حضرت علي کرمه الله وجهه

ظاهر مو داسې ښکاره کړئ څنګه چې تاسو په باطن کې یاست، یا داسې جوړ شئ چې څنګه تاسو ته علم حاصل شوی دی.
حضرت بایزد بسطامي رحمه الله

کوم کس چې له کم عمرۍ څخه د ښه او بد تر منځ توپیر ونه شي کولای، کله چې لوی هم شي؛ نو دا کار نشي ترسره کولای.
شیخ سعدي رحمه الله

تر دې مه هیڅ یو بهترین کس په تیزۍ سره، لوړ کس ندی جوړ شوی.
سائرس

څنګه چې تاسو سوچ کوی په همغه شکل ځانونه جوړ کړئ، ځکه ستاسو خیالات ستاسو تقدیر دی.
میرمن جائس کیري

مخکې له دې چې پلان مو ترتیب کړئ، په اړه یې هیڅ څه مه وایئ.
بورس لي

کله چې تاسو بې تکلیفه کامیابي تر لاسه کړئ؛ نو بیا نشئ کولای له هغې مزه واخلئ.
کنفیوشس

لاندې لویدل یوه پیښه ده، مګر ټیټ اوسیدل یو مرض دی.
رابریټ ریډ فارډ

کوم چې غواړي له خپلې میرمنې سره خوشاله زندګي ولري؛ نو اړینه ده چې له هغې سره محبت وکړي.
آسکر وایلډ

کامیابي کومه پیښه نده، بلکې کامیابي محنت، مستقل مزاجي، ویل، اوریدل، قرباني او تر ټوله لویه یې دا کله چې تاسو کوم کار کوئ له هغه سره مینه کول دي.
بل کیټس

د خبرې منځ کې په خبره باندې د پوهیدلو لپاره په ذات کې دننه له ذات سره رابطه ټینګول ډیر اړین دي.
فیض احمد فیض

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *