د افغان د سولي په اړه د یو متقاعد امریکايي افسر نظر – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د افغان د سولي په اړه د یو متقاعد امریکايي افسر نظر

ښاغلی مایکل سیمت یو متقاعد امریکايي افسر دی، او اوس د یوه امریکايي نظامي کالج ریس دی. سیمت د اپریل پر ۲۷ په واشنګټن پوسټ اخبار کي لیکي: د افغان د کشالې د حلولو لپاره دپلوماسي یوازنۍ لاره ده.

سیمت کاږي په افغانستان کي د امریکا د ۱۸ کلني نظامي مداخلې یو څرګند د عبرت درس دا دی چي د افغانستان د څلوېښت کلن جنګ د ختمولو یوازنۍ د حل لاره یوه همه شموله سیاسي پروسه چي افغانان يې مالکان وي. په قطر کي د بین الافغاني ستر مجلس کېنسلېدل واقعا یوه خواشني کونکې فیصله وه.

ښاغلي سیمت ادامه ورکوي او لیکي مګر موږ باید ناامیده او غمجن نه سو. هیڅوک دا اټکل نه کوي چي د افغانستان د سولي خبري به اسانه او بې پرابلمه وي. که څه هم آلان د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ د سولي خبري ځنډېدلي دي، خو په افغانستان کي د سولي او عادي ژوند د اعاده کولو لپاره دپلوماسي یوازنۍ د حل لاره ده.

د امریکایانو هغه مطالبه موجه او برحقه ده چي وايي له افغانستانه باید امریکايي عسکر راوایستل سي. په افغانستان کي متحده ایالاتو خورا زیاتي مادي او انساني خسارې ګاللي دي. د امریکا ستره اشتباه دا ده چي واشنګټن ګومان کوي چي په یوه داسي هیواد کي غربي سټایل دیموکراسي قایمول ممکن دي چي هیڅکله يې دیموکراسي نه ده ازمویلې. موږ ښايي خپل همدې هدف ته د مذاکراتو له لاري ورسېږو، نو لهذا موږ باید خپلو لایقو او مبتکرو دپلوماتانو ته اجازه ورکړو چي مخکښ نقش ولوبوی.

په امریکا کي د عامه افکارو نوې سروې:

میلیټري ټایمز د اپریل پر ۲۵ مه باندي لیکي چي د امریکايي عسکرو فامیلونه له افغانستانه د خپلو قواوو راوتل غواړي. د امریکايي عسکرو د کورنیو شپېته فیصده (۶۰٪) غړي له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو بشپړ راایستل غواړي.

دا تازه سروې د یوې محافظه کاري موسسې لخوا تر سره سوې ده، او د امریکا محافظه کاران اکثرا د جمهورریس ټرمپ پلویان دي. پدې ترتیب، ټرمپ له افغانستانه د راوتلو په برخه کي د خپلو پلویانو کلک ملاتړ لري.

دا سروې وايي چي د امریکايي عسکرو اکثره فامیلونه د امریکا د دفاعي بودجې د زیاتوالي سره مخالفت کوي، ځکه هغوی د ملي قرض په باب اندېښنې لري.

رویټرز: امریکا له افغانستانه د خپلو دپلوماتانو راایستل تسریع کړي دي

رویټرز د اپریل پر ۲۵ لیکي چي د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو غواړي چي د مې تر میاشتي پوري په کابل کي له خپل سفارت څخه سم نیم امریکايي دپلوماتان راوباسي. رویټرز لیکي همدااوس په کابل کي د امریکا په سفارت کي (۱۵۰۰) یو نیم زر امریکايي دپلوماتان او مامورین کار کوي.‌

رویټرز لیکي امریکايي چارواکي وايي چي په کابل کي د خپلو دپلوماتانو راکمول داښيي چي امریکا غواړي په جهاني سطح پر خپلو لومړیتوبونو باندي تجدید نظر وکړي، او په عین زمان کي متحده ایالات غواړي چي په جهاني سطح کي د چین او روسیې د رقابت لپاره ځان لا چمتو کاندي.

یو امریکايي ماهر وايي چي اشرف غني به د امریکا دا اقدام «د خیانت او شا ور ګرځولو یوه بله بېلګه وګڼي.»

رویټرز کاږي طالبان پوهېږي چي د افغانستان جنګ جمهورریس ټرمپ بې حوصلې کړی دی، او د کابل په سفارت کي داسي ستر کموالی به هغوی لا تشویق کړي چي د سولي په خبرو کي پر خپل موقف باندي کلک ودرېږي، ځکه دا به د هغوی هغه ګومان لا تایید کړي چي وايي امریکا له افغانستانه د وتلو په برخه کي خاصه تلوسه لري.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *