د افغانستان د سولی د پروسې په اړه د روسیې، چین، او امریکا ګډه اعلامیه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د افغانستان د سولی د پروسې په اړه د روسیې، چین، او امریکا ګډه اعلامیه

۱. درې واړه ملکونه د افغانستان ملي حاکمیت، استقلال، او ارضي بشپړتیا ته احترام لري. افغانستان حق لري چي خپل د انکشاف او پرمختګ لاره خپله وټاکي. درې واړه هیوادونه پدې باور دي چي د سولي د پروسې په برخه کي د افغانانو فیصلې لومړیتوب لري.

۲. درې واړه طرفونه په افغانستان کي د یوې داسي همه شموله د سولي د پروسې حمایت کوي چي افغان ولس يې مخکښ او صاحب وي. موږ چمتو یو چي پدې برخه کي له افغانانو سره لازمي او ضروري مرستي وکړو. درې واړه هیوادونه افغان طالبان دېته تشویقوي چي ژر تر ژره په داسي پراخو بین الافغاني مذاکراتو کي برخه واخلي چي د افغانستان د حکومت په شمول د عامو افغانانو استازي هم په کي شامل وي. د همدې هدف لپاره، موږ په قطر کي د بین الافغاني د دوهمي ناستي ملاتړ کوو – البته لکه څنګه چي د مسکو ۲۰۱۹ د فبروري په غونډه کي موافقه باندي وسوه.

۳. درې واړه هیوادونه د افغانستان د حکومت له هغو کوښښونو څخه حمایت کوي چي غواړي په افغانستان کي د نړیوال تروریزم او افراطیت سره مجادله وکړي. درې واړه طرفونه د طالبانو هغه ژمنه په پام کي نیسي چي وايي: د داعش، القاعدې، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک، او نورو بین المللي ترورستي ډلو سره به مبارزه کوي. او تر خپل واک لاندي سیمو کي به داسي چا ته اجازه ور نه کړي چي بل څوک تهدید کړي. دغه راز درې واړه ملکونه پر طالبانو باندي ږغ کوي چي د ترورسټانو د جلب و جذب، ټرېنګ، بسپنه ټولولو، او د نورو فعالیتونو مخنیوی وکړي. او ټول پېژندل سوي ترورسټان اخراج کړي.

۴. درې واړه ملکونه دا مني چي افغان ولس د هر اړخېز اور بند لپاره سوځنده تلوسه لري. موږ پر ټولو ښکېلو طرفونو باندي ږغ کوو چي د تشدد د راکمولو په غرض سمدستي محسوس او کوټلي ګامونه واخلي.

۵. درې واړه هیوادونه د مخدره موادو د کښت او قاچاق سره پر مبارزې باندي ټینګار کوي، او پر افغان حکومت او طالبانو باندي ږغ کوي چي په افغانستان کي د مخدره موادو د محوه کولو لپاره لازم او ضروري اقدامات وکړي.

۶. د عمومي سولي لپاره، درې واړه ملکونه له افغانستانه د خارجي قواوو مسولانه او منظم اخراج غواړي.

۷. درې واړه طرفونه پر سیمه ایزو ملکونو باندي ږغ کوي چي زموږ د درې اړخېږي اجماع ملاتړ وکړي، او دغه راز د افغانستان د سولي په برخه کي د پراخو سیمه ایزو او نړیوالي اجماع په جوړولو کي مرسته وکړي.

۸. درې واړو هیوادونو موافقه وکړه چي په بېجینګ کي د خپل بل ملاقات تر مخه خپلي سلا مشورې لا پراخي کړي. د بېجینګ د ملاقات تاریخ او جوړښت به د دپلوماتیکو چېنلونو له لاري سمبال سي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *