افغان دولت په پام کې لري، هوایي ځواک پیاوړی کړي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

افغان دولت په پام کې لري، هوایي ځواک پیاوړی کړي

وروسته تر هغه، چې په دې ورستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو او بمباردیو کې د ملکي تلفاتو شمیره لوړه شوې ده، افغان دولت په پام کې لري، چې افغان هوایي ځواک نور هم پیاوړی کړي

د ملي دفاع وزارت ویلي، چې په وسلوالو طالبانو د جنګي فشار زیاتولو په موخه غواړي هوایي ځواک قوي کړي

د افغانستان هوایي ځواک دا مهال ۲۳ هلیکوپترې په لاس کې لري او د ملي دفاع وزارت په وینا په راتلونکو شپږو میاشتو کې به ۱۴ هلیکوپترې نورې هم تر لاسه کړي

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو او افغان دولت دواړو د الفتح او خالد په نومونو پسرلني عملیات پیل کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *