د هوا پیژندنې یوه رادار د یوه ریبوټ ” InSight” په وسیله په مریخ کې د زلزلې پیښه ثبت کړي ده.
د فرانسې د هوا پیژندنې ادارې ” CNES” د سه شنبې په ورځ د اپریل په ۲۳مه خبرداری ورکړی چې د فرانسې لخوا د “SEIS” رادار په نسب کولو سره د لومړي ځل لپاره معلومه کړي چې په مریخ کې زلزله شوي ده.
د راپور په وینا د اپریل په ۶مه ” SEIS” رادار نسب شو، کوم چې په سپوږمۍ کې د زلزلې ملومولو د رادار سره ورته والی لري.
دا هم یادوو چې د تیر کال وروستو کې د هوا پیژندنې ادارې یو روبوټ رادار د مریخ په لور لیږلی وو، چې هغه کار هم شروع کړی وه.
د یاونې وړ بولو چې د InSight ریبوټ له مریخ څخه د زمکې په لور د ملوماتو د لیږ لپاره جوړ شوی دی، ساینس پوهان ترې د مریخ څخه د شمسې نظام په اړه معلومات اخلي.
د InSight ریبوټ د ۱ کال په اندازه په مریخ کې د حرارت د درجې معلومولو او د زلزلې په اړه د خبرداري په پار کارول کیږي.
الیاس الماس
څرگندون