لوی ملا صاب! او د غیرمعمولي شخصیت، عِرفاني توجېه یې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

لوی ملا صاب! او د غیرمعمولي شخصیت، عِرفاني توجېه یې – افغان وطن

لیکنه: خامل وردګ

ملا صاب ته چې سړی لدې خوا ور ګوري، نو فوق العاده شخصیت ته ډېر حیرانیږي او په توجېه کې یې پاته راځي؛ خو ما دا څو ورځې کیږي د دې حیرانتیا نه د خلاصون یو عجب چل زده کړی! مخکې به د ملا صاب له تصور سره ډېر پاذابېدم؛ خو اوس نه ورته حیران یم، نه پاذاب او نه ترې متأثر…!!

زه داسې کوم چې ملاصاب ته له پورته خوا نه را ګورم، زاتي کرار پدې یقین شم چې یره پدې خاصه زماني او مکاني مقطع کې د داسې_ داسې صفاتو لرونکی یو مسلمان مشر بر سرِکار را تلل حتمي، د وخت تقاضا او په عالم اسباب کې د سختو ډېرو الهي اجراءآتو موقوف علیه و!! نو د خپل مراد مطابق، د دې کایناتو د چلونکي په توګه، د اللّه تعالی له لوري د همداسې یو شخص پیدا کول هم آسان و او هم حتمي؛ نو کرار زاتي خدای پاک د ملاغلام نبي آخند په کور کې د عمر په نوم یو هلک پیدا، را لوی، سمبال، تیار او رامخته کړ؛ چې دا دی خلک یې اوس په تعریفو او صفتو نه مړیږي!!
تر مهدي علیه السلامه پورې به زه وایم د بل داسې فوق العاده شخص ضرورت پیدا نشي خو که پیدا شو، نو حتمآ به راپیدا کیږي هم.

د دې یو بل مثال در کړم: له نبوي عهد نه وروسته جوخت، دا یو مبرم ضرورت و چې دا ابدي دین باید سره له ټولو شاخونو یې، محفوظ شي؛ هماغه و چې کرار_کرار د الهي تدبیر ګوتو، له هماغه فوق العاده حافظې، فقاهت او ټولو موردِ ضرورت وړتیاوو سره، امام بخاري، امام اعظم او فلان فلان را پیدا کړل..!! زه په باور سره دا وایم چې تر آخرته پورې به بیا د امام بخاري په څېر حافظه او د امام صاحب په څېر ژوره پوهه پیدا نشي؛ ځکه چې د دین د حفظ، تدوین، تشکیل او تأسیس کار شوی، بیا ځلي د داسې خلکو ضرورت نشته او خدای پاک بې ضرورته کار نکړي.

یو بل مثال یې درته وایم: د اسلام په تاریخ کې به مسلمانان له داسې ذلت، کمزورۍ او نا انډوله جنګ او دښمن سره نه وي مخ شوي لکه پدې روانه پېړۍ کې چې ورسره دي؛ نو د داسې یوې وسیلې ضرورت پېښ شو چې له لارې یې کم له کمه موږ خپل دښمن ته دا ور وښودی شو چې سخته بد مو اېشئ! عداوت درسره لرو! او خپل انتقام درنه اخلو! امّا د مختلفو او طویل المدته دلایلو له وجې، د ټکنالوژۍ په عالم کې، د داسې یوې وسیلې پیدا کېدل ناشوني ول؛ نو خدای پاک د فدایي حملې په شکل دا غم هم را وخوړ! کوچنی هلک به وي کرار به ګرزي خپل ژوند به کوي، یو دم به دواړه پښې په یوه پایڅه د ننه کړي، وای زه فدایي حمله کوم…!! که داسې نه وي نو د نن تر مسلمان خو د پخوا زمانې مسلمانان ډېر د پاخه یقین څښتنان ول خو دا چې بیا یې هم فدایان نه درلودل دا ځکه چې ضرورت یې نه و.

نو خبره مې د ملاصاب کوله، ډېر مه ورته حیرانېږئ! او مه یې ډېر تعریفونه کوئ! چې دا مذکور حیثیت ترې لرې کړې، نور عادي سړی و؛ د یو ضرورت لپاره د الهي تدبیر همداسې یو سړی پکار شو، چې همدا ضرورت په همده باندې پوره شو.
هو!
دا ځای یې د ازلي سعادت پوخ او واضح دلیل دی چې د الهي انتخاب مورد وګرزېد!!

هو رښتیا، چې هېر مې نشي، د موضوع اړوند مې دا یو څو د مثنوي بیتونه ذهن ته راغلل، درسره ویې وایاست، که پرې پوهېږئ!

هیبتِ حقْ استُ این از خلقُ نېست!
هیبتِ این مردِ صاحبْ دلقُ نېست!

قوّتِ جبریلُ از مطبخْ نبوْد!
بُودُ از دیدارِ خلّاقِ وجود!

همچنینْ این قوّتِ ابدالِ حق!
هم ز ِحقْ دان، نزْ طعامُ و نَز طبق!

پُشتُ دارِ جمله عصمتهایِ من!
ګوئیا هستند ُخودْ اجزایِ من!

هانُ! هانْ! این دلقُ پوشانِ منَ نْد!
صد هزارْ اندر هزارُ و یک تنَ نْد!

ور نه! کیْ کردي بیکْ چوبِ هنر:
موسئ فرعونُ را، زېرُ زبَر!

ور نه! کیْ کردي بیک نفرینِ بد:
نوحُ شرقُ و غربُ را غرقابِ خْوَد!

بر نکنديْ یک دعایِ لوطِ رادْ:
شهرهای ِ کافرانِ نا مراد!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *