د زرغونې پر مزار – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

د زرغونې پر مزار – افغان وطن

عبدالباري جهاني

نن مي په فېسبوک کي د زرغونې انا د مقبرې یو عکس ولیدی. ګمبده یې بدرنګه سوې، دېوالونه یې شوړېدلي او د مرمیو نښي پکښی لیدلي کېدلي. داسي ښکاري چي د کندهار بدمرغو جنګونو د زرغونې انا ابدي خوبونه هم ناکراره کړي وي. د دروازې، کړکیو او هیندارو خو طبعا درک نه وو. د دې له مقبرې سره په نیژدې فاصلو کي هري خواته د کندهار د هغو غازیانو شانداره، مرمریني مقبرې دي چي کارنامې یې د کندهار د ځوانانو او زړو ټولو په یاد دي او خدای ته به یې خپل ټول حسابونه وروړي وي. هغوی چي په ژوند کي څه مځکي غصب کړي وې هغه یې خپلو بچو ته پرېښودلې او په خپلو مړو یې بې صاحبه مځکي او پراخي غونډۍ ونیولې. په زړه پوري خو لا دا چي اوس یې خلک له زیارتونو څخه مراد هم غواړي. د لوی احمدشاه بابا د مور زرغونې انا د نړېدلې مقبرې له لیدلو سره مي دا نظم ولیکی:

یوه هېره هدیره ده هم له خپلو هم پردیو
زرغونه پکښي پرته ده بې مزاره بې جنډیو

نه یې رنګ سته د ګمبتي نه یې روغ دي دېوالونه
هره لوېشت یې لګېدلې د توپکو په مرمیو

نه یې پاته دروازې دي که یو وخت به یې لرلې
له پخوا څخه فارغه له هیندارو له کړکیو

نه دعا ته څوک ولاړ دي په دې ورانه کنډواله کي
نه چا لاس کړ ورته پورته نه زامنو نه لمسیو

زرغونه انا پرته ده د ابد په خوب ویده ده
نه مالکه ده د مځکو نه څښتنه د غونډیو

زیارتونه به جوړیږي د غازیانو پر قبرونو
د ناموس پر دلالانو پر قاتلو د زلمیو

اوس دا خاوره د هغو ده چي یې مځکه سره تبۍ کړه
هم په ښار کي پر وګړو هم په دښت کي پر کیږدیو

چي پرون قاتل د قام وو چي پرون شرم د ښار وو
نن یې ځي تر زیارتونو لښکرونه د بګړیو

چي لوټل یې ناموسونه چورول چي یې مالونو
نن یې خاوري دوا کیږي د رنځونو پخوانیو

لکه ښه چي یې هیریږي بد هم تېر سي هغه هېر سی
وطن ډک دی له وګړو مېنه تشه له سړیو

پر منبر د حبیبیانو جاهلان دي پورته سوي
انتقام د جهل اخلي د نسلونو د صدیو

د مرمرو مقبرې به جاهلانو ته جوړیږي
پکښي هېر به سي نومونه د پېړیو د زمریو

پکښی ځالي جوړي کړي ټپوسانو شاهینانو
تر دې بڼ به څنګه راسي سېل د تللو توتکیو

بد خوبونه مي لیدلي خدایه یو یې ریشتیا مه کړې
د دېوانو په اوږو کي جنازې دي د بدریو.

د ۲۰۱۹ کال د اپرېل درویشتمه، ویرجینیا

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *