د طالب العلم لپاره اداب/ وروستۍ برخه – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

د طالب العلم لپاره اداب/ وروستۍ برخه

ليکوال: علامه ابو لیث ثمرقندي
ژباړه: عبدالصمد شاکر

طالب العلم ته په کار دي، چې له خلکو سره راشه ـ درشه کمه وکړي او د هغوی سره اړیکې زیاتې ونه پالي، دا ډول له ښځو سره له تخلیط څخه بشپړ ځان وساتي او له ټولو نامناسب، بې ګټې او بې خونده کارونو څخه په کلکه پرهيز وکړي. عرب وايي: څوک، چې په بې ګټې کارونو مشغول شي؛ نو ګټور ترې پاتې دي.

له لقمان حکیم څخه پوښتنه وشوه، کوم څه وو، چې ته یې دغه مقام ته ورسولې؟ هغه ورته وویل: روښتیا ویلو، د امانت ادا کولو او د هغه کارونو پرېښولو، چې ما سره به مناسب نه وو.

طالب العلم ته په کار دي، چې هروخت درس ووايي او په دايمي توګه یې تعقیب کړي، له خپلو ملګرو سره د هر وخت لپاره مسئلې تکرار کړي او له ځانه سره یې هم یادیګرنه پرېنږدي.

يزيد الرقاشي له أنس بن مالك ـ رضي الله تعالى عنه ـ روایت کوي، وايي: رسول الله ـ صلی الله علیه وسلم ـ به موږ ته حدیث ویل، بیا به کوټې ته ننوتلو او خپل منځ کې به مو دومره تکرارول، چې ګواکې زموږ په زړونو کې را شنه شوي دي.

او د الله تعالى په دغه قول {يا يحيى خذ الكتاب بقوة} کې ذکر کړي دي: يعني په درس، کوښښ او هروخت ویلو سره. او عرب وايي: درس وایه؛ ځکه درس واده دی. او عبد الله بن عباس ـ رضي الله تعالى عنهما ـ چا وپوښت تا د علم په څه تر لاسه کړ؟ هغه وويل: په پوښتونکې ژبه، په ویښ عقل، په خلاص زړه او په پراخ لاس. او په ځینو اخبارو کې یې دا ټکي ور زیات کړي دي، چې په هره سختۍ او خوښۍ صبر کونکي بدن.

له بزر جمهر نه چا وپوښتل، ته دغه مقام ته څه ورسولې؟ د کارغه په څیر بیړې، د سپي په څیر چاپړوسۍ، د پشې په څیر عاجزۍ، د خنزیر په څیر حرص او د خره په څیر صبر.

طالب العلم ته په کار دي، چې کله یې له چا سره شخړه او جګړه راشي؛ نو له نرمښت او انصاف څخه کار واخلي تر څو د ده او د جاهل تر منځ توپیر وشي؛ ځکه، چې رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ ويلي: ((ما دخل الرفق في شيء إلا زانه وما دخل الخرق في شيء إلا شانه)).

طالب العلم ته په کار دي، چې د خپل استاد عزت وکړي؛ ځکه په عزت د استاد سره د هغه په علم کې برکت پیدا کیږي؛ خو که یې د استاد بې عزتي وکړه؛ نو د طالب العلم له علم څخه شته برکت هم له منځه ځي.

طالب العلم ته په کار دي، چې له خلکو سره هم لږـ لږ راشه درشه ولري؛ ځکه ویل کیږي: غوره د خلکو هغه دی، چې له خلکو سره وي او بدترین د خلکو هغه دی، چې له خلکو څنګ ته وي.

او ویل شوي دي، چې هغه طالب العلم د عالم له خبرو ګټه اخیستلی شي، چې په کې دغه درې خويونه موجود وي: په نفس کې تواضع، په زده کړه باندې حرص او عزت د استاد. په تواضع سره په هغه کې علم اغیز کوي، په حرص سره هغه علم را اوباسلی شي او په عزت سره په هغه باندې علماء لطف او لورینه کوي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *