دا جنت وطن له جنګه په آمان کړې / غزل – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

دا جنت وطن له جنګه په آمان کړې / غزل – افغان وطن

شاعر: پیرمحمد کاروان

رب دې ساته مور دې نه شي پر تا بُوره
پاس د دار پر سر آذان وکړه منصوره

راته ووایه د امن آیاتونه
په لمانځه کې چې شي مینه را حضوره

د جمال خالق دې ستا د رنځ طبیب شي
د وطن د سر درو ګله رنځوره

د وطن پېغله په خپل وطن کې خانه
په پردي وطن کې خانه شي مزدوره

خدایه مست په خدایي مینه کړه دا خلک
چې پر تا باندې مین شي نه په حوره

پر ملنګ وطن مې مه بلوسه غلیمه
له کوپړۍ به دې کچکول جوړ شي مغروره

بلبلي مرۍ له تار د موچي بچ شه
نه دې بیا د خدای شهکار غوڅ شي په توره

دا جنت وطن له جنګه په آمان کړې
چې په تن یې ده جامه د خدای له نُوره

د باروتو سوداګر تالا ترغه کړې
دنیا خلاصه کړې له دې بده تربوره

افغانان مو غلامان د هېچا مه کړې
دا وزر وانخلې ربه له باتوره

د افغان وطن د سولې سرود راوړه
د شپېلۍ نغمې راځه له کوهِ طوره

د افغان ساده شپونکي محبوبه ربه
کړي وطن لره دعا کړه یې منظوره

په زرغون غشي ښامار د جګړې ولي
زهري غاښ یې پاتې مه شه له انبوره

ژوند د امن به تر تاسو هم شیرین شي
د هرات او کندهار خوږه انګوره

د جانان جانان وطن کوي خبرې
د کاروان شاعري خدای کړه مشَهوره

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *