د کابل د مخابراتو وزارت برید لا هم دوام لري – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د کابل د مخابراتو وزارت برید لا هم دوام لري

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي تازه رسنیو ته ویلي، چې دوه برید ګر وژل شوي او یو تن اوس هم مقاومت کوي

د رحیمي په وینا، چې افغان ځواکونو د مخابراتو وزارت ۱۵۰۰ تنه کارکونکي ټول ژغورلي او لا هم تصفیوي علمیات دوام لري

تر دې دمه د یادې څو ساعته جګړې له امله شپږ تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي

د یاد برید مسؤلیت تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه ده اخیستی

بل لور ته وسلوالو طالبانو په یوه لنډ خبر کې ویلي، چې د کابل ښار د نن ورځې برید په دوی پورې اړه نلري او په یاد برید کې یې لاس لرل رد کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *