د کابل پولیس: د مخابراتو وزارت ته یو شمیر بریدګر ننوتلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د کابل پولیس: د مخابراتو وزارت ته یو شمیر بریدګر ننوتلي

د کابل ښار د مخابراتو په وزارت له یوې چاودنې وروسته نامعلوم شمیر برید ګر یاد وزارت ته ننوتلي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې لومړی بریدګرو د یاد وزارت مخې ته چاودنه وکړه، وروسته نور بریدګر وزارت ته دننه شول

د کابل پولیس وایي، سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلی او له بریدګرو سره په جګړه بوخت دي

تر اوسه د پیښې په اړه د ځاني او مالي تلفاتو راپورونه نه دي ورکړل شوي او نه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه ویلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *