وسلوال طالبان: هلمند کې مو دوه امریکایان وژلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

وسلوال طالبان: هلمند کې مو دوه امریکایان وژلي

وسلوالو طالبانو ویلي، چې د هلمند د ګرشک په ولسوالۍ کې یې د ګډو ځواکونو له چاپې سره نښته کړې او دوه تنه امریکایي پوځیان یې وژلي دي

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي، چې تیره شپه یې د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په قلعه ګز سیمه کې د امریکایي او افغان ځانګړو ځواکونو له ګډې چاپې سره جګړه کړې ده

احمدي ویلي، چې یادې جګړې تر ډیره دوام درلود او په نتیجه کې یې دوه تنه امریکایي او دوه تنه د افغان ځانګړو ځواکونو سرتیري وژلي دي

طالب ویاند په یاده جګړه کې د یو زربتي ټانګ او یوې شوبلې د ویجاړیدو خبر هم ورکړی دی

تر اوسه په افغانستان کې میشتو بهرنیو قواو د طالبانو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *