له افغانستانه وتل او د ویتنام څو د عبرت درسونه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

له افغانستانه وتل او د ویتنام څو د عبرت درسونه

له افغانستانه د امریکايي عسکرو خروج د خارجي پالیسۍ امریکايي ماهران دېته مجبوره کړی دي چي د ویتنام د جنګ د بې عزته او شرمناکه اختتام په اړه یو کرت بیا فکرونه او سوچونه کړي. په ۱۹۷۵ کي، د ویتنام د جنګ د ختم آخري صحنو د امریکا د دفاع وزارت په مامورینو کي دا ډار راولاړ کړی دئ چي ښايي په افغانستان کي هم د ویتنام د بې حرمته تېښتي داستان یو ځل بیا تکرار سي. هله امریکايي او د جنوبي ویتنام مامورین په هیلکوپټرو پوري ځړېدل، له وهمه رپېدل، او له ویتنامه په تاخته راووتل. په افغانستان کي د امریکا پخوانی سفیر راین کارکر خبرداری ورکوي چي په افغانستان کي باید د ویتنام د شاتګ «کانه» بیا تکرار نه سي. د خارجي پالیسي همدا متخصصین باور لري چي که چیري امریکا له افغانستانه په تېښته ووزي، د متحده ایالاتو فوج به یو وار بیا د ویتنام په «سینډروم» اخته سي، او د امریکا اردو به د کلونو کلونو لپاره فلج کړي.

امریکايي پروفسور ښاغلی جورج هیرېنګ د اپریل پر ۱۵ د فارن افیرز په معتبره سیاسي مجله کي دا سوالونه مطرح کوي: د افغانستان او ویتنام د جنګ د ختمولو شباهت څونه دی؟ له افغانستانه د امریکايي عسکرو راوتل به د افغانانو او امریکایانو لپاره څه عواقب ولري؟ او متحده ایالاتو د ویتنام له جنګه د عبرت کوم درسونه زده کړي دي چي په افغانستان کي يې وکاروي؟

پروفسور جورج هیرېنګ ادامه ور کوي او لیکي ویتنام او افغانستان دواړه د امپراتوریو په «هدېرو» باندي شهرت لري. دواړه ملتونه د خارجي اشغالګرانو په مقابل کي سخت مقاومت کوي. په افغانستان او ویتنام کي د امریکا جنګ د یو جهاني جګړې یوه برخه ده. په ویتنام کي د ساړه جنګ هنګامه ګرمه وه، او د افغانستان روان جنګ د جورج بوش «د تروریزم پر خلاف د جګړې» یوه برخه ده. په دواړو ملکونو کي، بومي جنګیالیو د متحده ایالاتو سره د اوږده جنګ بند و بست کړی دی، او غواړي چي یو سوپرپاور حریف په اږدوه جنګ کي مات کړي. افغان جنګیالیو یو امریکايي ژورنالیسټ ته ویلي ول،«دوی ساعت ته ګوري، خو موږ په کافي اندازه وخت لرو.»

لیکوال کاږي متحده ایالاتو او شمالي ویتنام په ۱۹۷۳ کي د مستقیمو مذاکراتو په ترڅ کي د سولي موافقې ته ورسېدل. هغوی پدې مذاکراتو کي د جنوبي ویتنام حکومت بای پاس کړی وو، مانا په مذاکراتو کي یې ګډون نه لاره. آلان په افغانستان کي امریکا او طالبان خبري سره کوي، او د جمهورریس اشرف غني حکومت بهر په انتظار ولاړ دی. لکه په ویتنام کي، د امریکا دوست حکومت د افغانستان کمه خاوره کنټرولوي. د غني ليډرشیپ کمزوره دی، حکومت يې په سیاسي انارشي باندي اخته دی، او اداري فساد يې بېخ او بنیاد ور تباه کړی دی. لکه په ویتنام کي، د افغانستان اردو د امریکا په مالي او نظامي مرستو باندي تکیه لري. لکه په ویتنام کي، د امریکا د راوتلو وخت حیاتي اهمیت لري. امریکا باید یو داسي زماني چوکاټ برابر کړي چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو او په کابل کي زموږ د دوست حکومت د سقوط تر منیځ څه وخت پرېږدي.

د دې ټولو مشابهتونو سره سره، دا دوه جنګونه سره متفاوت هم دي. د ویتنام د جنګ په اوج کي، متحده ایالاتو هلته قریب نیم میلون عسکر لرل، د ویتنام په جنګ کي اته پنځوس زره امریکايی عسکر ووژل سول. خو د ویتنام په پرتله په افغانستان کي د امریکايی عسکر شمېر ډېر کم دی، او تر اوسه پوري صرف درې زره عسکر وژل سوي دي. واقعا، زموږ دوښمنان هم د مقایسې وړ نه دي. شمالي ویتنام د جهان یوه ستره اردو لرله، او شوروي اتحاد او چین مرسته ورسره کوله. خو د افغان طالبانو شمېر ډېر کم دی، او یوازي يې پاکستان ملاتړ کوي. هیڅ ستر طاقت د افغانستان په جنګ کي ښکېل نه دی چي د امریکا لپاره د دې جنګ قیمت جګ کړي او هم يې لا مغلق کړي.

د ویتنام د جنګ پر ضد دننه په امریکا پراخ مخالفت موجود وو. همدې داخلي مخالفت جمهورریس نیکسن مجبوره کړ چي د ویتنام جنګ ژر تر ژره ختم کړي. خو د افغانستان د جنګ پر خلاف دننه په امریکا کي د خلګو شدید مخالفت نسته. د افغانستان د جنګ په خاطر پر امریکایانو باندي نوي مالیات نه دي وضع سوي. دننه په امریکا کي د جنګ پر ضد عام ولسي اعتراضونه نه دي روان. امریکايي مطبوعات د افغانستان جنګ ته پراخ پوښښ نه دی ور کړی. خو د عامه افکارو سروې ښيي چي اکثریت امریکایان باور لري چي د افغان جنګ یو اشتباه ده، او امریکا باید له افغانستانه ژر تر ژره راووزي.

جالبه دا ده چي د افغانستان د جنګ سره مخالفت د جمهورریس ټرمپ مهمه مفکوره ده. ټرمپ غواړي چي د امریکا ابدي او قیمتي جنګونه ختم کړي. که څه هم په لومړی کال کي د ټرمپ نظامي سلاکارانو هغه تشویق کړ چي افغانستانه ته اضافه عسکر واستوي،‌ خو د دفاع وزیر او د ملي امنیت د شورا د سلاکار له برطرفه کولو راوروسته ټرمپ بیا خپل پخوانی موقف ته ورګرځېد.

خو په ویتنام کي د امریکا شرمناکه ماتې د افغانستان پر شاتګ باندي اثر اچولی دی. د اکثرو امریکایانو هغه عکسونه او صحنې په یاد دي چي د جنوبي ویتنام حکومت سقوط وکړ، او امریکایان په تېښته راووتل. څرنګه چي امریکایان تل په نظامي بریاوو باندي عادت کړی دی، د ویتنام غوندي خاطرې يې وجدان زهیروي. ایا له افغانستانه راوتل به د ویتنام په څېر وي؟ او د افغانانو او امریکایانو لپاره به ورته شان عواقب ولري؟

موږ پدې نه پوهېږو چي له افغانستانه د امریکايي عسکرو تر راوتلو وروسته به څه پېښ سي. ممکنه ده چي طالبان حاکم سي، او په ځینو ځایونو کي قومي جنګسالاران واکمن سي، مانا د ۲۰۰۱ څخه د پخوا په شان حالت بیا برقراره سي. د شمالي ویتنام غوندي ښايي طالبان هم خپله ایدلویوژي پر افغانستان باندي وتپي، او د پخوا په څېر خپل اسلامي دولت جوړ کړي.

البته د دوو تاریخي تجربو مقایسه کول خطرناکه وي، خو بیا هم د ویتنام د عبرت درسونه د افغانستان لپاره ضروري دي. د مثال په توګه، نیکسن ځان پدې غولوی چي د اقتصادي کومکونو ژمني او د بیا بمباریو تهدید به شمالي ویتنام دېته وهڅوی چي د امریکا تر وتلو راوروسته پر خپلو وعدو باندي وفا وکړي. خو په ویتنام کي د بیا مداخلې سره د کانګرس او امریکایانو مخالفت د نیکسن لاسونه ور وتړل. حتی که چیري د واټر ګېټ رسوايي هم نه وای جوړه سوې، نیکسن د شمالي ویتنام د بري مخینوی نه سوای کولای. کله چي امریکا له افغانستانه راووزي، هلته به هم بیا چندان نفوذ و نه لري. د امریکايي عسکرو بیا استول کاملا ناممکن برېښي. د امریکا یو آپشن به دا وي چي هلته د ترورسټانو اډې بمبار کړي او بس.

د ویتنام تجربه باید موږ ته دا را زده کړي چي څرنګه د جنګ وروستی پړاو اداره کړو. موږ باید له افغانستانه د یو منظم خروج لاري چاري ولټوو. که چیري موږ دا کار وکړو دا به د «افغانستان سینډروم» څه کمزوری او اوبلن کړي.

د ویتنام بل حیاتي درس دا دی چي باید موږ د خپل خروج په اړه د خپلو ملګرو سره مخکي له مخکي مشورې وکړو. موږ په ویتنام کي خپل ملګرو ته په داسي وخت کي خبر ورکړ چي موږ په راوتلو باندي پیل کړی وو. د نیکسن دې فیصلې زموږ ملګري سخت راڅخه خوابدي کړل، او هغوی خپل عسکر تر موږ مخکي وایستل. ټرمپ باید همدا اشتباه تکرار نه کړي، که څه هم د امریکا د ملګرو سره د ټرمپ سابقه چندان د باور وړ نه ده. بل پلو، امریکا باید دېته چمتو واوسي چي هغه افغان مهاجرین قبول کړي کومو چي زموږ سره همکاري کړې ده.

څرنګه چي د افغانستان جنګ د امریکایانو له سترګو څخه نیهام دی، نو لهذا د افغانستان څخه راوتل به دننه په امریکا چندان عواقب و نه لري. ښايي د ټرمپ د نشنلیسټي موقف سره ځیني پخواني جمهوريپال مخالفت وکړي، مګر د امریکا د عامه افکارو سروې ښيي چي اکثره امریکایان د ټرمپ نشنلیسټي دریځ غوره ګڼي، او غواړي چي دننه په امریکا کي پاڼګونه وسي.

په پای کي، د واشنګټن آپشنونه پخواني او اشنا دي. واشنګټن کولای سي چي د کامل بري په هیله جنګ تشدید کړي. دا به جنګ او روان بن بست لا اوږد کړي. بلخوا، واشنګټن کولای سي چي دا ۱۸ کلن ناکامه جنګ ختم کړي، او خپل مصارف راکم کړي. انتخاب روښانه او څرګند دی. متحده ایالات باید د خپل اعتبار او پرسټیج تشي خبري خوشي کړي، او له عقله کار واخلي. د افغانستان او ویتنام تر ټولو مهم د عبرت درس دا دئ چي د یوه بد جنګ ښه چاره ختمول دي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *