د غرناطې سوله او تاريخي پايله – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

د غرناطې سوله او تاريخي پايله

لیکوال: عبد الصمد شاکر

د “غرناطي” په نامه سيمه د مسلمانانو په لاسو كې وه، چې د كاسټيل “Castil” د سيمې واكمنې ايزابل “Isabelle” د ارغـون “Aragon” د سيمې له واكمن فرډينينډ “Ferdinand” سره واده وکړ او پر کاسټیل او ارغون باندې واكمن سول.

هغوی د غرناطې واكمن ابوالحسن ته سفيران ولیږل او د زور په منطق یې ورته وويل: چې ستا پلار موږ ته خراج راكاوه ، ته هم موږ ته د خراج راكول ومنه او د هغه پاته خراج سره، چې اداينه یې پر تا واجب ده ژر را ولیږه.

سلطان ابوالحسن سفيرانو ته وويل: دواړو واكمنو ته وواياست، چې اوس د غرناطې په خزانو كې د سرو او سپينو زرو سکې تمامي شوي دي؛ خو د هغوى پر ځاى د عیسويانو د سينو د څیرلو لپاره يوازې توري پاته دي.

په دې ځواب پسې سمدلاسه ابوالحسن، چې يو ډېر زړه ور او شجاع واكمن وو پر هغوی باندې جنګ هم پيل كړ؛ خو له بده مرغه د دغه زړه ور ابوالحسن دوو زامنو ابـو عبداالله او يوسف د پلار په وړاندې د بغاوت رپۍ پورته کړه او د غرناطې يوه برخه يې ځیني ونيـوله.

په دې ترڅ كي ابو عبداالله د پلار آزار وواهـه، د عیسايانو په لاس ورغى او د فرډينينډ سره بندي شو، پلار، چې یې دا وضـع وليدله تردې سلطنت تېر شو، او ورور يې د چـارو واګي په لاس كي واخيستل فرډينينډ ابو عبداالله پر ور خوشي كړ او غرناطه يې ځیني ونيول.

څه مهال وروسته فرډينبنډ غرناطه داسې محاصره کړه، چې ابو عبداالله اړ شو، چې د فرډينينډ سره د سولې خبري پيـل كړي.

فرډينينډ د غرناطې د ترلاسه كولو په بدل كې ومنل چې: د مسلمانانو په آزادي كې به څه توپير نه راځي، د هغوى پر شتو او دارايي به تېرى نـه كيږي، وسـلې به نـه ځینې اخيستل كیږي، د هغوی دين، جوماتونه، او رسوم به له بلوسۍ څخه خوندي وي، د هغوی د سپه سالارانو عزت او دندي به نه ځیني اخيستل كیږي، قاضيان به د اسلامي شريعت سره سمي پرېکړې كوي او په خپل حال به پاته كيږي او تر پخوانيو محصولونو زيات محصولونه به له مـسلمانانو څخه نه اخيستل كيږي؛ نو پر دغو شرطونو باندي سوله وشوه.

ابو عبداالله تـه يې د هغه مهال د يوه كروړ څلویښتو لكو پنځه سوو روپـو د وركولـو پـر وعده سربېره په اندلس كې د پاته كیدو يا په دوو مياشتو كي افريقې ته د تلو اختيار هم وركړ او د بحري سفر د امكاناتو او اخراجاتو د برابرولو ژمنه يې هم ورسره وكړه، بالاخره غرناطه تر نهو مياشتو سختې كلابندۍ وروسته عیسويانو فـتح كړه او فرډينينډ او ايزابل ته د كاتوليك پاچهانو لقـب وركړل شو.

ابو عبداالله د ۱۴۹۲ ميلادي كال د جنورۍ پر دوهمه نيټه د سهار تر لمانځه وروسته خپل كور كهـول او پنځوس تنه ملګري او خدمه د غرناطې د الحمراء له نامتو او ښكلي ماڼۍ څخه وايستل، د افريقې په نيت یې رهي كړل او خپلو دښمنانو ته يې وويل : ورشئ هغه كلاوې ونيسئ، چې لوى څښتن زموږ د بدو اعمالو “عياشیو او يو له بل سره د دښمنیو” له امله زموږ څخه واخيستې او تاسي ته يې دركړې.

د يو څو شیبو خوښیو د پیړيو سزا وركړه
يو له بله دښمنيو تل تر تله در پـه دركړه

كله، چې ابو عبداالله تر باب الجدور نومي ځاى ووتى فرډينينډ او ايزابـل د خپل حشم او خدم سره ولاړ وو، ابو عبداالله وغوښتل، چې د هغوى د تعظیم لپاره له آسه ورته راښکته شي؛ خو فرډينينډ پرې نه ښود يوازي يې روغبړ ورسره وكړ او د کلاوو کیلۍ یې ور څخه واخيستې، خپلې میرمنې ته يې ورکړې، هغې خپل زوى ته وركړې او هغه خپل سپه سالار ته وسپارلې او د ابو عبداالله زوى، چې هغوی يرغمل نيولى وو ور خوشي كړ او د اندلس له خاورې ووتل.

هلال غروب وكړ او صليب پورته شو. د دې سره سم يې ښار په ډېوو رڼا کړ او په ټوله مسيحي نړۍ كې د خوښيو جشنونه جوړ شول ” دا وه د بې همتۍ او نفاق پايله” له دې سره سم د اندلس هغه اسلامي دولت، چې په کال ۷۱۰ ميلادي کې هلته ټینګ شوی وو په کال ۱۴۹۳ ميلادي کې تر ۷۸۳ کالونو امپراتورۍ وروسته د تل لپاره له عربو څخه واخيستل شو.

المقري په خپل تاريخ كې ليكي: كله چې ما په « فاس » كې خپل تاريخ ليكه په کال ۱۶۲۷ کې له ابو عبدالله څخه پاتې كسانو په خيراتونو ګزاره كوله او ابو عبداالله په کال ۱۵۳۴ کې په فاس كې مړ شوى وو.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *