د وسلوالو طالبانو د نویو پیل شویو عملیاتو په دوهمه ورځ په بهرنیو ځواکونو برید – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د وسلوالو طالبانو د نویو پیل شویو عملیاتو په دوهمه ورځ په بهرنیو ځواکونو برید

د کندهار د ولایتي شوري غړي ویلي، چې په کندهار دامان ولسوالۍ کې د ناټو په ځواکونو برید شوی دی

وسلوالو طالبانو د برید مسؤلیت منلی دی

طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي، چې د ماین چاودنې بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده

که څه هم وسلوال طالبانو امریکایي ځواکونه ښودلي خو د ځینو راپورونو له مخې چې یاد سرتیري چې ټپیان شوي د رومانیا هیواد دي

دا په تیرو څو ورځو کې دوهم برید دی، چې په بهرنیو ځواکونو ترسره کیږي

تر دې وړاندې د بګرام هوایي اډې ته نږدې په بهرنیو ځواکونو برید کې ۷ تنه امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *