وسلوالو طالبانو زلمي خلیلزاد او سکاټ میلر ته توند غبرګون وښود – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

وسلوالو طالبانو زلمي خلیلزاد او سکاټ میلر ته توند غبرګون وښود

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو توند غبرګون لیک کې زلمي خلیزاد او سکاټ میلر ته ځواب ویلی دی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وسلوالو طالبانو له لوري د الفتح عملیاتو د اعلان غندنه کړې او له پاکستان او قطر څخه یې غوښتي وو، چې د طالبانو دا کار وغندي

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت هم د وسلوالو طالبانو دا ګام نامناسب بللی وو او زیاته کړې یې وه، چې دوی به له وسلوالو طالبانو سره جګړې ته زور ورکړي

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دوی ته په خطاب کې ویلي، چې دا جګړه ستاسو لخوا په موږ تپل شوې او په خبره یې چې له خپل ناموس، دین او هیواد څخه دفاع کول د هرچا حق دی، چې په دې کار کې افغانان تر بل هر چا امتیازي حیثیت لري

مجاهد د افغان حکومت له لوري اعلان شویو الخالد عملیاتو ته په اشارې سره وایي، چې سکاټ میلر او خلیلزاد په داسې حال کې زموږ د عملیاتو غندنه کوي چې د افغان حکومت عملیاتو ته یې هېڅ غبرګون ونه ښود

د ذبیح مجاهد په نوم په خبره شوې بیانیه کې خلیلزاد او سکاټ میلر ته د خپل مسؤلیت پیژندو خبره په داسې ډول شوې: “دوی باید د خپل مسئولیت په درک کولو سره خپل بشري جنایات بند کړي، په تیرو ۹ میاشتو کې د امریکايي اشغالګرو لخوا هره شپه د افغانانو په کورنیو حریمونو تجاوز کیږي، هره شپه ګڼ شمیر ښځې، ماشومان او بوډاګان په خوب ویده په شهادت رسیږي او یا لاس تړلي زندانونو ته استول کیږي، هره ورځ د هیواد په مختلفو سیمو کې د بمونو باران دی، کورونه، مسجدونه، مدارس، مکاتب او کلینیکونه ویجاړيږي او د دوی پخپل اعتراف تر ۷۰۰۰ پورې بمونه په دې لنډ وخت کي زموږ پر خاوره غورځول شوي دي.”

په بیانیه کې وړاندې راغلي: چې “اصلي بې باکه او غیر انساني عمل دغه جنګي او بشري جنایات دي؛ نه د افغانانو روا مبارزه، دفاع او جهاد.”

مجاهد د سولې روان بهیر ته هم پوره ژمنتیا ښودلې خو ویلي یې دي، داسې نشي کیدای چې د “اشغالګرو او داخلي ملاتړو” پوځي عملیاتو او روانو وحشتو ته لاس تر زنې کینو

د وسلوالو طالبانو له لوري اعلان شویو پسرلنیو عملیاتو ته په کور دننه هم زیات غبرکونونه ښودل شوي خو مجاهد په دې غبرګون لیک کې ورته کومه اشاره نه ده کړې

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *