حامد کرزي “الفتح” او “الخالد” عملیات غندلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

حامد کرزي “الفتح” او “الخالد” عملیات غندلي

تیره ورځ وسلوالو طالبانو سږني پسرلني عملیات د الفتح په نوم اعلان کړل

تر دې وړاندې کابو یوه میاشت مخکې دفاع وزارت هم د وسلوالو طالبانو په خلاف د الخالد په نوم عملیات اعلان کړي وو

د وسلوالو طالبانو لخوا د عملیاتو اعلان د زیاتو غبرګونو سره مخ شوی دی خو د افغان حکومت د اعلانیدو په اړه بیا چا کوم غبرګون نه دی ښودلی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت دواړو اعلان شوي عملیات غندلي او ویلي یې دي، چې د دې تاوان ټولو افغانانو ته رسیږي

حامد کرزي له دواړو لورو غوښتي، چې جګړه ودروي او سولې ته ګډ کار وکړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *