ننګرهار: دوه موټربم بریدونه شوي، جګړه روانه ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ننګرهار: دوه موټربم بریدونه شوي، جګړه روانه ده

د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې دوه موټربمونه شوي

له بریدونو وروسته وسلوال هم ودانیو ته ننوتلي او جګړه یې پیل کړې ده

سیمییز چارواکو د یادې پیښې تائید کړی دی

وسلوالو طالبانو د برید مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده، چې د شیرزاد ولسوالۍ په مرکز او د امنیتي ځواکونو په یو بل مهم بیس یې موټربم بریدونه کړي دي

وسلوالو طالبانو په لومړیو خپرو کړو مالوماتو کې د لسګونه سرتیرو د وژلو ادعا کړې ده

دا په داسې حال کې ده، چې وسلوالو طالبانو نن د الفتح په نوم نوي پسرلني عملیات اعلان کړل

دفاع وزارت هم ترې مخکې د الخالد په نوم عملیات اعلام کړي وو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *