طالبان افغان ځواکونو ته: موږ ته ځان وسپارئ، سوکاله ژوند به ولرئ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبان افغان ځواکونو ته: موږ ته ځان وسپارئ، سوکاله ژوند به ولرئ

د وسلوالو طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې افغان امنیتي ځواکونو ته عموماً او په بادغیس کې محاصره ځواکونو ته خصوصاً ویل شوي: “چې د خپلو پردي پالو مشرانو په درواغجنو شعارونو ‏مه تېروځئ او د خپل ژوند او تاريخ د ژغورنې په موخه د اسلامي امارت مسؤولينو ته ځانونه وسپارئ، ستاسې سر او مال به خوندي وي او په هېواد ‏کې به سوکاله ژوند ولرئ.‏”

په اعلامیه کې د دوی له لوري د هغو ځواکونو چې دوی د جګړو په لیکو کې نیولي، اشاره شوې او ویلي یې دي، چې د دوی لخوا له نیول شویو سرتیرو سره د شفقت نه ډک تعامل شوی او په وینا یې، په درنښت یې خپلو کورونو ته لیږلي دي

طالبان وایي، چې د دوی مبارزې رنګ راوړی او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم د افغان حکومت ځیني کسان هڅه کوي، چې له هیواده ووځي او ځینو یې بیا په وینا چې له دوی سره د تسلیمیدو په پار اړیکه نیولې؛ نو په ټکو یې چې : “همدا وخت ستاسې لپاره زرين چانس دی، چې د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کميسيون له ځايي ‏مسؤوولينو سره د اړيکو له لارې د دښمن شړېدلې ليکې پرېږدئ، خپل ژوند، کورنۍ، تاريخ او اخرت مو له ويجاړۍ وژغورئ او په هېواد کې د ‏اسلامي امارت تر واک لاندې له خپلو اولادونو سره خوندي ژوند وکړئ.‏”

د وسلوالو طالبانو له لوري دا اعلامیه په داسې وخت کې نشریږي، چې له څو ورځو راهیسې په ځینو ولایتونو کې زیات شمیر امنیتي ځواکونه د دوی له جنګیالیو سره یوځای شوي دي

وسلوالو طالبانو څو ورځې مخکې هم دېته ورته یوه اعلامیه خپره کړې وه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *