ولسمشر غني په فاریاب کې له زیانمنو شویو سره د مرستې اعلان وکړ – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ولسمشر غني په فاریاب کې له زیانمنو شویو سره د مرستې اعلان وکړ

د وروستیو اورښتونو له امله د فاریاب ولایت اوسیدونکي سیلابونو سخت وځپل، چې نن یې پوښتنې ته ولسمشر غني خپله ورغلی وو

ولسمشر غني هلته سیلاپ ځپلو ته په وینا کې د مرستو اعلان وکړ

د ده په وینا، چې د زیانمنو شویو کورونو او هټیو لپاره یې د فاریاب والي ته ۳۵ میلیونه افغانۍ ورکړي دي

همدا راز به د وژل شوي کس له کورنۍ سره ۱۰۰ زره افغانۍ او د ټپي شوي کس له کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ بیړنۍ مرسته کیږي

د وروستیو اورښتونو او توپانونو له وجې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې خلکو ته تاوانونه رسیدلي دي

خوست هم له یو هغو ولایتونو څخه وو، چې باران او ږلۍ د خلکو فصلونو ته تاوان ورسولو

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *