غزل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

غزل

شاعر: محمد علیم بسمل

د عشق په نوم يوه خوږه ګناه کول په کار دي
د خداى له رحمه دلته ګټه اخستل په کاردي

شهيده! جوړ صورت په قبر کې مزه نه کوي
چې سړى مړ شو، نو زياتي خاورې کېدل په کار دي

دا چې واجب ده، په بنده د خداى د حکم تعميل
د مور خدمت ته د اودس تازه کول په کاردي

د مرګ په خوند به مو هم پوه نه کړي حالات د وطن
که مړي اوري نو ژوندي پاتې کېدل په کار دي

بسمله! ډېر خلک دې نه غواړي د ژوند په کور کې
د دوی له ضده څو شپې نورې هم کول په کار دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *