د باګرام په وژل شویو سرتیرو امریکا کې ماتم اعلان شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د باګرام په وژل شویو سرتیرو امریکا کې ماتم اعلان شوی

تیره ورځ د باګرام له هوایي ډګر سره خواکې د امریکایي ځواکونو په قطار سرتیری موټر بم برید ترسره شو، چې له امله یې ګڼو امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته

د امریکا د دفاع وزارت په حواله په دغه خونړي برید کې درې امریکایي سرتیري او یو قراردادي ووژل شو او درې تنه نور امریکایي سرتیري ټپیان شول

طالبانو د برید مسؤلیت ومانه او د شپږو امریکایي سرتیرو د وژل کیدو او څلورو نورو د ټپي کیدو خبر یې ورکړ

د یاد برید د قربانیانو سرتیرو په ویر کې نن په نیویارک ښار کې ماتم اعلان شوی دی

د نیویارک ښاروال ټولو ادارو ته امر کړی، چې یوه ورځ دې د یادو سرتیرو په ماتم کې د امریکا ملي بیرغ نیمه ځوړند وځړول شي

د نیویارک ښاروال ویلي، چې په وژل شویو سرتیرو کې ځینو یې اوږدې تجربې لرلې او دا د امریکا لپاره لویه ضایعه بلل کیږي

دا برید داسې مهال تر سره شوی، چې بل لور ته د سولې خبرې هم په شدت سره روانې دي

دا چې یاد برید به د سولې په روان بهیر څه اغیز ولري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هیڅکله به داسې تروریستي بریدونه د سولې د خبرو مخه ډب نه کړي

بل لور ته زلمي خلیلزاد په یاده پیښه ژوره خواشیني ښودلې او د برید د ترتیبونکو محکمه یې غوښتې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *