سپاه پاسداران: امریکا ته به عبرتناک درس ورکړو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

سپاه پاسداران: امریکا ته به عبرتناک درس ورکړو

د ایران تر ټولو قوي پوځي ځواک امریکا ته د عبرتناک درس ورکولو خبر ورکړی دی

سپاه پاسداران دا خبره وروسته له هغه کوي، چې امریکا د ایران دا پوځي ډله په تور لیست کې شامله کړه

د ایران سپاه پاسداران پوځي ځواک دوه ورځې وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې ایران د تیري کوونکي هیواد “امریکا” په وړاندې خپله مبارزه روانه ساتي او په وینا یې چې امریکا به په دا ډول کړنو خپلو موخو ته ونه رسیږي

د نورو ایراني چارواکو لخوا هم د امریکا دا پرېکړه په سختو ټکو غندل شوې او برخلاف د امریکا پوځونه دوی هم د ترهګرو ډلو په توګه پیژندلي دي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *