کندهار کې د افغان ځواکونو چورلکې سقوط کړی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کندهار کې د افغان ځواکونو چورلکې سقوط کړی

د کندهار ولایت څخه راپورونه وایي، چې نن سهار ددې ولایت په هوایي میدان کې د افغان پوځ MD-530 ډوله الوتکه لویدلې ده

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي رسنیو ته ویلي، چې یاده چورلکه په نظامي تمرینونو بوخته وه، چې د تخنیکي ستونزې له امله ولویدله

د والي ویاند زیاته کړې، چې په پیښه کې دوه افغان پیلوټان ټپیان شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي

بل لورته د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند محمد صدیق هم رسنیو ته ویلي، چې یادې چورلکې تخنیکي ستونزه لرله او د کېناستلو پر مهال یې سقوط کړی دی

د صدیق په خبره په دغه پېښه کې یوازې دوه پيلوټان ټپیان شوي دي

نوموړي ویلي، چې د پېښې په اړه یې هر اړخیزه څیړنې پیل کړي او معلومات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *