په جرمني کې یو افغان سرتیری د جنګي جرمونو په تور محکمه کیږي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

په جرمني کې یو افغان سرتیری د جنګي جرمونو په تور محکمه کیږي

راپورونه وايي، چې د جنګي جنایتونو په تور یو افغان سرتیری په جرمني هیواد کې نیول شوی او اوس ددغه هېواد له لوري محکمه کیږي

د دغه افغان تورن سرتیري نوم ظهیر خان ښودل شوی او تیر کال د اکتوبر په میاشت کې ددغه هیواد په مونیخ ښار کې د پولیسو له لوري ونیول شو چې اوس د جنګي جرمونو په تور محکمې ته بیول کیږي

د غه افغان سرتیری په افغانستان کې د یو شمیر افغان زندانیانو په شکنجه او د یوه کس په وژلو او بیا یې جسد ته د سپکاوی په تور تورن شوی دی

د یاد افغان سرتیري په اړه ویل کیږي، چې نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې دوه تنه زندانیان د تحقیق پر وخت له ويښتانو ځړولي او سخت وهلي، ډبولي وو

پر ظهیر خان دا تور هم لږیدلی، چې نوموړي د وسلوالو طالبانو یو قوماندان وژلی او له وژلو وروسته یې د هغه جسد ته سپکاوی کړی دی

دا معلومه نه ده، چې ظهیر خان د افغانستان په کوم ولایت کې دنده تر سره کوله او د تورونو او جرمونو دوسیه یې چا جرمني هیواد ته رسولې ده

په جرمني کې د جنګي جنایتونو په تور د افغان سرتیري محکمه کیدل افغان سرتیرو ته یو بد پیغام له ځانه سره لري؛ ځکه چې د افغان دولت زیاتره کسان او سرتیري په خپلسریو او جنګي جرمونو ککړ دي او د خپل اینده ژغورلو په خاطر اروپایي هیوادونو ته ځان رسوي

د لغمان ولایت یو تن سرتیري چې عیسی خان نومیده او په کابل کې یې د شپږو سرتیرو بریدګرو د وژلو ادعا کوله، هم له لږ ځنډ وروسته خپله وظیفه پرې ښوده او اروپا ته ولاړ

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *