هلمند کې طالبانو امریکایي B52 ډوله الوتکه ویشتلې او غورزولې ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

هلمند کې طالبانو امریکایي B52 ډوله الوتکه ویشتلې او غورزولې ده

د هلمند ولایت له واشیر ولسوالۍ څخه ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې نن سهار وسلوالو طالبانو د لَر په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یوه B52 ډوله طیاره ویشتلې او غورزولې ده

د طالبانو له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې د دوی ملګرو نن سهار ۶ نیمي بجې د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ اړوند د لَر په سیمه کې د امریکایي ځواکونو یوه لویه B52 ډوله الوتکه ویشتلې ده

طالبانو زیاته کړې، چې یادې طیارې له ویشتلو سره سم اور واخست او پر ځمکه راپریوته، پکې سپاره ټول خارجیان ووژل شول

طالبان وایي،چې اوس هم په الوتکه په سیمه کې د اور لمبي بلي دي

تر اوسه د هلمند دولتي چارواکو او په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ په هلمند کې افغان او بهرنیو ځواکونو په چاپه کې د دوو زنانوو په شمول څو کسان وړي وو چې د سیمې د خلکو او وسلوالو طالبانو غصه یې را پارولې وه او طالبانو په خپلو جنګیالیو غږ کړی وو چې د یادې پیښې په عکس العمل کې دې په “دښمن” کارنده بریدونه تر سره کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *