هلمند: افغان او بهرنیو ځواکونو یو ډاکټر وژلی، دوه زنانه یې له ځان سره بیولي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

هلمند: افغان او بهرنیو ځواکونو یو ډاکټر وژلی، دوه زنانه یې له ځان سره بیولي

د هلمند ولایت څخه راپورونه وایي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو د نادعلي په ولسوالۍ کې چاپه اچولې او یو سیمییز روغتون یې نړولی، ډاکټر یې وژلی او دوه زنانه یې له ځانه سره وړي دي

د نادعلي ولسوالۍ سپین ږیرو او قومي مشرانو له تیرو دوو ورځو راهیسې په دې اړه لاریون پیل کړی او لویه لار یې تړلې ده

قومي سپین ږیرو له والي او ولایتي شورا سربیره له افغان ولسمشر څخه هم غوښتنه کړې، چې د دوی بندیان دې زر تر زره ورته راخوشې کړي

خو یاد قومي مشران چې د تیرو دوو ورځو راهیسې یې سولییز لاریون پیل کړی وایي، چې تر اوسه مو نه والي او نه ولایتي شورا غږ اوریدلی

د یاد لاریون یو ګډونوال وایي، چې له زنانه څخه د یولسو میاشتو ماشوم په کور کې پاتې شوی دی

لاریونکونکو ویلي، چې دوی په شهیدانو خفه نه دي او نه په شهادت خواشیني کیږي خو افغان او بهرنیو ځواکونو دومره ناروا راسره کړې، چې په تیرو څو لسیزو کې هیڅ حکومت داسې کار نه دی کړی

دوی له ولسمشر غني، د هلمند له والي او د ولایتي شورا له مشرانو غوښتنه کوي، چې زر تر زره دې ددوی بندیان راخلاص کړي خو تر دې دمه د افغان دولت هیڅ چارواکي ددوی په خبرو غوږ نه دی ګرولی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *