طالبان: هلمند کې د ګډو ځواکونو عمل بزدلانه او کرکجن دی، غچ یې اخلو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبان: هلمند کې د ګډو ځواکونو عمل بزدلانه او کرکجن دی، غچ یې اخلو

وسلوالو طالبانو په یوه سخته بیانیه کې د هلمند ولایت وروستنۍ پیښه په سختو ټکو غندلې او د بشر ضد او جنګي جنایاتو دوام یې بللی دی

وسلوالو طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې امريکايي ځواکونو او کماندويي عسکرو په ګډه سره وړمه شپه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ تورپله سیمه کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې.

“د یو سیمه ایز ډاکټر اسد کور یې مکمل سوځولی، پخپله ډاکټر اسد او د هغه ۲ تنه د کور ښځينه يې په داسې حال کې له ځان سره بیولي، چې یو اته میاشتنی ماشوم يې له غیږې نه ورڅخه غورځولی او پري ایښی دی”

وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو او بهرنیانو دغه مشترک عمل بزدلانه، کرکجن او له ټولو انساني پولو څخه اوښتنه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه پيښه په کلکو ټکو غندي

دوی همداراز له بشري ادارو، حقوقي نهادونو او رسنیو څخه جدي غوښتنه کړې، چې د دغې پيښي په اړه سترګې پټي نه کړي او ثابته کړي چې رښتیا هم د انسان په ځانګړي ډول د ښځو حقوق او کرامت ارزښت ورته لري او په دې اړه د امریکايانو او افغان عسکرو پرجنایاتو پرده اچول نه غواړي.

وسلوالو طالبانو د اعلامیې په پای کې پر خپلو جنګیالیو غږ کړی چې د دغه ظلم په بدل کې د دښمن حساس مرکزونه او هستې په نښه کړي.

باید یادونه وکړو، چې د یاد ناورین په مقابل کې د هلمند ولس هم را پاریدلی او د چاپه وهونکو په مقابل کې يې سخت غبرګون ښودلی دی.

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *