ټرمپ د ایران یوه پوځي ډله” سپاه پاسداران” تور لیست کې شامله کړه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

ټرمپ د ایران یوه پوځي ډله” سپاه پاسداران” تور لیست کې شامله کړه

امریکا د ایران سپاه پاسداران پوځي ډله رسماً په تور لیست کې شامله کړه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن دوشنبه اعلان وکړ، چې سپاه پاسداران له دې وروسته د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني

د نوموړي په وینا، چې دا کار یې د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز وکړ

د امریکا د باندېنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي، چې سپاه پاسداران به په یوه هفته کې د ترهګرو ډلو لیست ته رسماً وردننه شي

نوموړي زیاته کړې: “موږ باید د ایران د خلکو مرسته وکړو، ترڅو خپله ازادي بېرته وګټي ”

ایراني پوځ تر اوسه د امریکا د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې خبرداری ورکړی وو، چې دا کار به په لویدیځه اسیا کې د امریکا امنیت ته خطر پیښ کړي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *