څو جالب او حیرانونکي حقیقتونه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

څو جالب او حیرانونکي حقیقتونه

ژباړه: نوراحمد شاکر

۱ ــ په ټوله نړۍ کې زیات ایښودل شوی نوم محمد دی.

۲ ــ د ټولو لویو وچو نومونه چې په کوم توري سره یې شروع شوي دي، په همغه توري سره یې اختتام هم شوی دی.

۳ ــ د انسان په بدن کې تر ټولو زیات مقاومت کوونکی اندام ژبه ده

۴ ــ د ټایپ ماشین نامه (TYPEWRITER) په انګلیش کې هغه کلمه ده چې د کمپیوټر د کیبورډ د سترې کرښې سره برابره ده، یعنې د کمپیوټر د کیبورډ ستره کرښه لس توري ده، چې د ټایپ ماشین نامه ورسره برابره ده.

۵ ــ ښځې د سړي په نسبت دوه برابره په سترګو زمبلو کې وړاندې دي

۶ ــ تاسو نشی کولای د خپل تنفس په بندولو سره خپل ځان ووژنئ

۷ ــ ممکن نده چې تاسو د خپلې څنګلې سر مچو کړئ

۸ ــ سوډر د بدني فزیک په لحاظ نشي کولای چې اسمان وویني.

۹ ــ یوازېنۍ غذا چې په زخیره کولو سره نه خرابیږي ګابین دی

۱۰ ــ سویه کولای شي دری کاله په خوب ویده شي.

۱۱ ــ ښاپیرک هم کولای شي په خپلې پخې سره چیچل وکړي

۱۲ ــ ۴۰۰۰ کاله وړاندې هیڅ کوم کورنۍ حیوان موجود نه وو.

۱۳ ــ په منځ مهاله ډول سړي له عنکبوت (غڼي) څخه دومره ډاریږي چې نشي کولای هغې ته لاس وروړي، سره له دې چیچل هم نه کوي.

۱۴ ــ میږی د تل لپاره په چپ اړخ باندې د بار وړلو له امله لویږي.

۱۵ ــ صحرایي موږکان د نورو په نسبت په تیزی سره پیدا کیږي، هغه داسې چې دوه صحرایي موږکان کولای شي په ۱۸ میاشتو کې یو میلیون بچیان وزیږوي، چې کورني موږکان دا کار نشي کولای.

۱۶ ــ د یوه انسان د مرۍ له پرې کولو وروسته دی ۸ ثانیې په خپل هوش کې پاتې کیدلای شي.

۱۷ ــ د انسان په بدن هغه اندام چې په هغې سره سترګک وهل کیږي، ډیر تیز پیژدل شوی، له دې امله هر انسان په منځ مهاله ډول په ورځ کې ۱۵۰۰۰ وارې سترګک وهي.

۱۸ ــ ستاسو زړه هره ورځ تر ۱۰۱۰۰۰ پورې تپیږي.

۱۹ ــ د لاس نوکان د پخو د نوکانو په پرتله ۴ برابره زیات غټیږي.

۲۰ ــ لیو ناردو داوینچي هغه څوک وه چې په یو وخت په یوه لاس سره لیکل وکړي او په بل لاس سره نقاشي.

۲۱ ــ یو وخت په سریلانکا کې د یوه کس سر له یو طرف څخه بل طرف ته ټکان وخوړ په هغه ځای مړه شه.

۲۲ ــ د ریاضي له عجیبو فرمولونو څخه یې یو دا هم چې ۱۱۱۱۱۱۱۱۱ عدد په همدې ۱۱۱۱۱۱۱۱۱ کې ضرب کړې نتیجه یې 12345678987654321 دا شان راووځي.

۲۳ ــ د شترمرغ سترګې د هغه د مغزو څخه غټې دي.

۲۴ ــ په یو میلیارد کسانو کې یواځې یو کس داسې کیدلای شي چې ۱۱۶ کاله عمر د ولري.

۲۵ ــ ته د ۹ میلیون هغو کسانو له جملې څخه یې چې له تا سره په یوه ورځ پیدا شوي دي

۲۶ ــ په انګلیسي ژبه کې یوه داسې کلمه نشته چې د month کلمې سره یې قافیه برابره وي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *