د طالب العلم لپاره اداب/ درېیمه برخه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

د طالب العلم لپاره اداب/ درېیمه برخه

ليکوال: علامه ابو لیث ثمرقندي
ژباړه: عبدالصمد شاکر

طالب العلم، چې کله د علم لپاره د تګ اراده وکړي؛ نو غوره دا ده، چې د مور او پلار په اجازه لاړ شي؛ البته که هغوى اجازه نه ورکوله؛ نو پرته د هغوی له اجازې تللای شي؛ خو دا هلته، چې کله هغوی د ده خدمت ته اړ نه وي.

طالب العلم ته نه دي په کار، چې هغه له فرایضو څخه کوم شی پرېږدي او یا یې له خپل وخت څخه وروسته کړي.

طالب العلم ته نه ښايي، چې د خپل علم د تر لاسه کولو لپاره کوم څوک ازار کړي؛ ځکه په دې کار سره د علم برکت یې له منځه ځي.

طالب العلم ته په کار دي، چې کله له هغه څخه کوم څوک په سوال کتاب اوغواړي، یا په یوه مسئله باندې د پوهيدو لپار له هغه څخه کومک او غواړي او یا داسې نور… نو هغه ته نه ښايي، چې پخپل علم باندې بخل وکړي؛ ځکه د هغه مقصود خو په راتلونکې کې خلکو ته ګټه رسول دي؛ نو ده ته نه دي په کار، چې هغه دغه ګټه اوس له دوی څخه بنده کړي.

او عبد الله بن المبارك ـ رحمه الله ـ وايي: چاچې پخپل علم باندې بخل وکړ؛ نو هغه به یو له درېو امتحانونو سره مخ کیږي: یا به مړ شي او علم به یې ورسره بې ګټې له منځه لاړ شي، یا به له ظالم پاچا سره په لانجه اخته شي او یا به ترې زده کړی علم هیر شي.

طالب العلم ته په کار دي، چې د علم قدر وکړي او نه ښايي، چې کتاب په خاورو باندې کېږدي، کله، چې له صحرا ګشت څخه راشي او د کتاب را اخيستلو اراده ولري؛ نو ده لپاره مستحب دي، چې لومړی اودس وکړي او کنه لاسونه پریمنځي له هغې وروسته کتاب را واخلي.

طالب العلم ته په کار دي، چې عادي ژوند غوره کړي، پرته له دې، چې هغه د خپل نفس حقونه پایمال کړي وي، لکه خواراک، څښاک او خوب، دا به کله هم نه پرېږدي.

نور بیا …

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *