خلیلزاد له اسلام اباد څخه کابل ته ستون شو – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

خلیلزاد له اسلام اباد څخه کابل ته ستون شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په پاکستان کې ددغه هیواد له یوشمیر چارواکو سره تر لیدو وروسته کابل ته ستون شوی دی

خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان د خارجه چارو له وزیر شامحمود قریشي او د جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغان سولې د بهیر د پرمختګ په اړه خبرې کړي دي

د پاکستان خارجه وزیر شامحمود قریشي له خلیلزاد سره خبرو کې په دې خبره ټینګار کړی، چې د افغان سولې لپاره د بین الافغاني خبرو ضرورت دی، باید افغانان له یو بل سره کیني

قریشي زیاته کړې، چې په افغانستان کې امن د پاکستان په شمول په ټوله سیمه کې امن راوستلی شي

خلیلزاد له پاکستان څخه مننه کړې، چې د سولې په روانه پروسه کې یې مرسته کړې ده

خلیلزاد په اسلام اباد کې تر خبرو اترو وروسته کابل ته راغلی خو تر اوسه یې له طالبانو سره د شپږم پړاو غونډې په اړه ورځ نه ده ټاکلې

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *