ارګ: د عمران خان خبرې په نړیوالو قوانینو تجاوز دی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ارګ: د عمران خان خبرې په نړیوالو قوانینو تجاوز دی

وروسته تر هغې چې پرون د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا د افغان سولې لپاره د موقت حکومت د رامنځ ته کیدو تجویز وړاندې کړی، افغان دولت یې پر وړاندې غبرګون ښودلی

د پاکستان وزیر اعظم پرون په جمرود کې یوې غونډې ته بیا خپله پخوانۍ خبره تکرار کړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې د سولې تر راتلو تر مخه د یو مؤقت حکومت رامنځ ته کیدل اړین دي، خو نوموړي زیاته کړه چې دده دا خبره د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه نه بلکې د یو مسلمان ګاونډي هیواد په حیث مشوره ورکوي

د عمران خان د ورستیو څرګندونو په غبرګون کې افغان دولت غبرګون ښودلی

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند صمیم عارف تیره ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه د عمران خان د خبرو ته په غبرګون کې لیکلي، چې د پاکستان صدراعظم بیا په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی چې دا پر نړیوالو قوانینو تېری دی

ښاغلي صمیم عارف زیاته کړې، پرته له دې چې دې ته وکتل شي چې په افغانستان کې څوک په واک دي، پاکستان په افغانستان کې د اغېزمن او فعال دولت د موجودیت مخالف دی.

ښاغلي عارف ویلي، پاکستان افغانستان کې د فعال دولت له موجودیت سره کلک مخالفت لري؛ ځکه هر وخت داسې څرګندونې کوي

تیر ځل هم د افغانستان په اړه د عمران خان خبرو په هیواد دننه او بهر د خلکو سخت غبرګونونه راپارولي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *