عمران خان یوځل بیا په افغانستان کې د مؤقت حکومت خبره یاده کړې – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

عمران خان یوځل بیا په افغانستان کې د مؤقت حکومت خبره یاده کړې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تازه یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره اړینه ده، چې لومړی یو موقت حکومت رامنځ ته شي او تر هغې وروسته د بین الافغاني سولې لپاره کار پیل شي

عمران خان زیاته کړې، چې دی نه غواړي د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي خو دا یې افغانانو ته مشوره ده چې باید د روانو ناخوالو د پای ته رسیدو لپاره په یو موقت حکومت راضي شي

عمران خان وویل، چې دی د یو مسلمان او ګاونډي په حیث افغانانو ته دا مشوره ورکوي چې موقت حکومت جوړ کړي نور د افغانانو خپل کار دی، چې مني یې او که نه

عمران خان وویل، زه له الله جل جلاله څخه غواړم چې نور په افغانستان کې امن راولي

خان دا خبرې داسې مهال تکرار کړي، چې تردې وړاندې هم نوموړي د افغانستان په باره کې د موقت حکومت وړاندیز کړی وو

د عمران خان په تیرو څرګندونو افغان دولت او په کابل کې د امریکا سفیر په ګډون د پاکستان مذهبي مشر مولانا فضل رحمن هم د عمران خان خبرې په افغانستان کې لاسوهنه بللې وه

د عمران خان د تیرو خبرو په غبرګون کې افغان دولت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی وو او له اسلام اباد څخه یې خپل سفیر کابل ته ورغوښتی وو

وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې رسنیو د عمران خان خبرې غلطې تعبیر کړي دي

خو دا ځل عمران خان یو ځل بیا په خپله خبره ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې د موقت حکومت په جوړیدو ټینګار وکړ

افغان دولت د عمران خان تازه څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *