افغان کریکټ او نوي بدلونونه – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

افغان کریکټ او نوي بدلونونه

د افغانستان کریکټ بورډ د غوراوي کمیټې نن د جمې په ورځ د کریکټ لوبې لپاره نوي بدلونونه راوستلي دي.

د افغانستان کریکټ بورډ غوراوي کمیټې نن په یوه خبري ناسته کې د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټیسټ لوبو لپاره نوي لوبډلمشران ټاکلي دي.

د دوی په خبره چې د یو ورځنیو لوبو لپاره یې ګلبدین نايب لوبډلمشر او راشد خان د مرستیال لوبډلمشر په توګه، د شل اوریزو لو لپاره راشد خان لوبډلمشر او شفیق الله شفق د مرستیال لوبډلمشر په توګه او د ټیسټ لوبو لپاره یې رحمت شاه زرمتی د لوبډلمشر او حشمت الله شاهیدي د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکلي دي.

یاده دې وي چې په یاده خبري ناسته کې د غوراوي کمیټې د سویلي افریقا د تمریناتي کمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه.

د یادې ۲۳ کسیزې لوبډلې څخه به د نړیوال جام لپاره ۱۵ هغه کسان چې فزیکي جوړښت یې ښه وي او ازمایښت شوي وي هم وګمارل شي.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *