زلمي خلیلزاد له پاکستاني مقاماتو سره لیدلي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

زلمي خلیلزاد له پاکستاني مقاماتو سره لیدلي

د افغانستان لپاره د متحده ایالتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان په اړه پاکستان ته سفر کړی، تر څو د افغان سولې په تړاو له پاکستاني چارواکو سره ملاقات وکړي.

خلیزاد د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د افغان سولې په اړه کتلي او خبرې یې سره کړي دي.

په یاده لیدنه کې شاه محمود قریشي ویلي چې ” بین الافغاني خبرې اترې د افغان سولې یو مهم اړخ دی.

هغه ویلي، چې پاکستان به په ډیر صادقانه انداز د افغان سولې په تړاو خپله همکاري جاري وساتي.

زلمی خلیلزاد یاد سفر داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې یې د کابل حکومت له جګپوړو چارواکو سره هم لیده کاته کړي وو.

الیاس الماس

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *