که سوله راغله – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

که سوله راغله

شاعر: پیرمحمد کاروان

زه به مین شم زه به راز د یارانې ووایم
که سوله راغله زه به شوخې ترانې ووایم

د ماشومانو د رنګین کتاب په شانې به شم
بیا به ګلونو ته ماشومې افسانې ووایم

ډول به ډنګېږې په اتڼ کې به بنګړي ماتېږې
حال به زلمیو ته د پېغلې زمانې ووایم

په سندرمار به یکه زار او یا قربان را واخلم
په انتره به ټپې مستې مستانې ووایم

چې د ملالو سترګو جام جام پر سر واړومه
بیا به غزلو د کاروان ته میخانې ووایم

۱۳ حمل ۱۳۹۸

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *