پنټاګون: د افغان ملي پوځ یونیفورم په انتخاب کې بډې اخیستل شوي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

پنټاګون: د افغان ملي پوځ یونیفورم په انتخاب کې بډې اخیستل شوي

امریکایي ورځپاڼې یوایس ټو ډې په یوه تازه مطلب کې لیکلي، چې د افغان پوځ یونیفورم د حالاتو له شرائطو سره برابر نه دی عیار شوی او له لرې واټن څخه لیدل کیږي

د ورځپاڼې په وینا په دې اړه تازه یو راپور د امریکا دفاع وزارت او کانګرس ته وړاندې شوی

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې نوموړی یونیفارم دوی ته په ډیر لوړ قیمت تمام شوی او دا د ځنګلي سیمو لپاره کار ورکوي، حال دا چې افغانستان یواځې دوه فیصده ځنګلي سیمې لري

په راپور کې ویل شوي، چې په دې اړه کانګریس له دفاع وزارت څخه غوښتي، چې د افغان پوځ ددې قیمتي یونیفورم پر ځای دې نوې طرحه وړاندې کړي

ورځپاڼې د امریکا د بیا رغونې ځانګړي څیړونکي جانسوبکو خبره را اخیستې او ویلي یې دي، چې دي نوموړي په ۲۰۱۷م کال کې ویلي وو، د افغان ملي پوځ د نا اغیزمن یونیفارم په انتخاب کې بډې اخیستل شوي او ددې غلط انتخاب بیه ټوله افغان پوځ پرې کوي

د افغان ملي پوځ د یونیفارم په انتخاب کې د درغلیو خبر داسې مهال د امریکایانو له لوري رسنیز کیږي چې نیږدې دوه لسیزې افغان پوځ په تر ټولو سخته جګړه کې تیرې کړي او هر کال په لسګونو زره سرتیري وژل کیږي

د ځینو په باور امریکا ددې خبرې په افشا کیدو سره غواړي چې د افغان ملي اردو د قیمتي یونیفورم له مصارفو ځان خلاص کړي او پر ځای یې ارزان بیه یونیفورم افغان ځواکونو ته ورکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *