پلخمري کې چاودنې مرګ ژوبله رامنځ ته کړې – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

پلخمري کې چاودنې مرګ ژوبله رامنځ ته کړې

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې نن غرمه ناوخته ددې ولایت په مرکزي ښار پلخمري کې یوه زوروره چاودنه رامنځ ته شوې ده

ویل کیږي، چې چاودنه په یو مارکیټ کې شوې او یو تن ډاکټر یې وژلی دی

د بغلان ولایت د صحت عامې ریاست چارواکو ویلي، چې د پېښې له ځایه ورته یو جسد او دیارلس ټپیان ور وړل شوي دي

د یاد ریاست د چارواکو په وینا، په ټپیانو کې دوه زنانه او دوه ماشومان هم شامل دي

تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه دا نه ده جوته شوې چې یاده چاودنه د ماین او که د بل شي له امله رامنځ ته شوې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *