ناټو: روسیه زموږ لپاره خطر ده – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

ناټو: روسیه زموږ لپاره خطر ده

ناټو روسیه د ځان لپاره خطر بولي، خو د ښو اړیکو پاللو ته ورسره لیواله ده

د ناټو د عمومي منشي “ینس سټولټنبرګ” په وینا، چې روسیه یو پیاوړی هیواد دی او دا پیاوړی هیواد ناټو ته یو خطر هم دی

ینس دا خبرې د امریکا ګانګریس ته د وینا پر مهال کړي دي

نوموړی وایي، چې ناټو تل هڅه کوي، ترڅو له روسیې سره ښې اړیکې ولري او دا هم نه غواړي چې روسیه دې منزوي پاتې شي

د یادونې وړ ده، چې د ناټو د غړو هیوادونو د ۷۰ مې کلیزې د نمانځنو په مناسبت تر جوړې شوې غونډې مخکې د ناټو عمومي منشي ویلي وو، چې په غونډه کې به یو بحث په روسیه او اوکراین هم وشي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *