خلیلزاد په کابل کې له یو شمیر افغان سیاسیونو سره بیا وکتل – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

خلیلزاد په کابل کې له یو شمیر افغان سیاسیونو سره بیا وکتل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په کابل کې له یوشمیر جهادي مشرانو او سیاسیونو سره وکتل

د ولسمشرۍ ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو لیدنو کې افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم حضور درلود

په دغه نننۍ غونډه کې زلمي خلیلزاد له ګلبدین حکمتیار، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف او یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو سره هم خبرې اترې کړي دي

خلیلزاد په دغه غونډه کې د سولې په تړاو د ټولو کسانو نظرونه او پیشنهادونه واوریدل

خلیلزاد چې د سیمې د هیوادونو په شپږم سفر بوخت دی، له تیرو درې ورځو راهیسې په افغانستان کې دی

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ویلي، چې په تیرو درې ورځو کې د ولسمشر سره د خلیلزاد دوهم ځل دی چې ویني

خلیلزاد ویلي چې تر دې وړاندې له طالبانو سره صرف په هغو موضوعاتو خبرې شوي چې تر طالبانو او امریکا پورې تړلي او د افغانستان داخلي موضوعات باید طالبان او افغانان په خپل منځ کې په خپله حل کړي

خلیلزاد زیاته کړې چې دی هڅه کوي تر څو تر راتلونکو انتخاباتو مخکې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *