کندهار کې په بهرنیو ځواکونو برید شوی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

کندهار کې په بهرنیو ځواکونو برید شوی

شمشاد د یوې سرچینې له قوله خبر خپور کړی، چې نن سهار د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان چاودنه شوې ده

د شمشاد په ټکو، یوه بله سرچینه وایي، چې په چاودنه کې چاته زیان نه دی رسیدلی

له پرون راهیسې دا دوهمه پیښه ده، چې د کندهار ولایت په همدې ولسوالۍ کې په بهرنیو ځواکونو شوې ده

د ننۍ چاودنې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د تیرې ورځې چاودنې مسؤلیت وسلوالو طالبانو منلی وو او د ۲ تنو بهرنیو ځواکونو د وژلو ادعا یې کړې وه

د غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه ددې پیښو په اړه څه نه دي ویلي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *