خلیلزاد د ولسي نظر پوښتنې لپاره کندهار ته رسیدلی – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

خلیلزاد د ولسي نظر پوښتنې لپاره کندهار ته رسیدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر غني او یو شمیر نورو چارواکو سره تر لیدنې وروسته نن سهار د افغان سولې په اړه د ولسي نظر پوښتنې لپاره کندهار ولایت ته تللی دی

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي رسنیو ته ویلي، چې ښاغلی خلیلزاد د کندهار په هوایي میدان کې ددې ولایت له قومي مشرانو او مدني فعالانو سره ویني او د افغان سولې په تړاو ددوی نظر اخلي

د عزیزي په وینا خلیلزاد به د کندهار د قومي مشرانو او مدني فعالانو تر څنګ د جنوبي ولایتونو له قومي مشرانو سره هم په نوبت خبرې اترې وکړي

په کابل کې خلیلزاد ویلي وو، چې د امریکا رول په افغانستان کې په چټکۍ سره په کمیدو دی؛ نو باید افغانان خپله د سولې لپاره یو موټی او لاس په کار شي

دا د زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه شپږم سفر دهی، چې تر پنځلسو ورځو پورې به دوام وکړي

خلیلزاد په داسې مهال د افغان ولسي قومي مشرانو سره د سولې په اړه خبرې کوي او نظرونه یې اخلي چې بل لور ته په نږدې راتلونکي کې طالبان او د افغانستان سیاسي او قومي مشران د مسکو د غونډې په تعقیب بیا سره جرګه کیږي او د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې اترې کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *