ولسمشر غني له خلیلزاد سره د کتنې پر وخت محب نورستان ته لیږلی وو – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ولسمشر غني له خلیلزاد سره د کتنې پر وخت محب نورستان ته لیږلی وو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د خپل پنځلس ورځني سفر په جریان کې کابل ته راغلی او له یو شمیر چارواکو سره یې د سولې په اړه لیده کاته کړي دي

خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له یو شمیر هغو چارواکو سره یې لیدلي چې د سولې ملاتړي دي

خلیلزاد په کابل کې ښایي د ولسمشر غني سربیره له اجرائیه ريس عبدالله عبدالله سره هم وویني

داسې ګنګوسې وې چې ممکن خلیلزاد د حمدالله محب په موجودیت کې له ولسمشر غني سره ملاقات لغوه کړي خو ولسمشر د خلیلزاد له کابل ته رسیدو سره حمدالله محب نورستان ولایت ته لیږلی دی

تر دې وړاندې درې ځله د حمدالله محب د موجودیت له امله امریکایي چارواکي له غونډو وتلي وو او له سکاټ میلر سره د غونډې په وخت کې هم محب ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې له میلر سره غونډه کې ګډون وکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *