قطر ته راتلونکو افغان سیاسیونو ته! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

قطر ته راتلونکو افغان سیاسیونو ته! – افغان وطن

لیکوال: سید احمد مستقیم

ټاکل شوې چې په نېټه: ۱۵/اپریل/۲۰۱۹م په قطر پلازمینه دوحه کې د سولې په تړاو د مسکو د تېرې غونډې په شان یوه بله بین الافغاني غونډه تر سره شي، له افغانستان او سیمې نژدې دوه سوه کسانو نومونه لیکلي چې په همدې غونډه کې ګډون کوي.

د برحال سنګر له څوکې د یو عام مجاهد په توګه غواړم و وایم:

پوهیږم چې په تاسو میلمنو کې به د پرون ورځې غربي ګټو ته ژمن کسان هم وي چې خپله عقیده او ملي غیرت یې تر پښو لاندې کړل، زما په مرګ پسې په خورا هوا او هوس لالهانده وو، د طالب او مجاهد کور ته به تر غربي بادار څو ګامه مخکې وو، زما ښه یاد دي چې د امریکا د غرور پر نیلي سپور وې، تر ټولو ړومبی دې د خپلې سیمې طالب ځوراوو، ځان دې د دیمکراسۍ روح ګاڼه، د اسلام شعائر دې له ځانه جلا کړل چې مترقي یاد شې، دغربي اشغال د پیل تکیه ټوله پر تا وه. او تر ننه په هیواد کې د ټولو وحشتونو، بربادیو، بمباریو او دربدریو مسئولیت ستا پر غاړه دی.
افسوس!! چې بیا هم بادار درڅخه راضي نشو، هغه ستا خبره ٫٫د پیپسي بوتل په شان یې وغوځولې٬٬ چې په وړاندې یې خوله هم چولاوه کوې نو ملاقاتونه او ویزې در باندې بندوي.

نو دومره لوېدلی مې هم نه لورېږې. او له ښه نیته دې په یو داسې مجلس کې منم چې د سولې او ارامۍ هیلې ور پورې تړلې دي.

زه هم ملي مصالح پېژنم او د سنګر ژوند حسن لغیره ګڼم، هغه ٫٫غیر٬٬٬٬ ستا انحراف دی، چې زه یې له مور، پلار او بچیانو څخه جلا کړم، ترهګر ، تندلاری، دهشت ګر او پردی وبلل شوم، ما ستا د انحراف ګراف درک کړی و، ځکه مې پر وا په ونه کړه.

پوهیږم چې زما او ستا قبرونه به د کلي څنګ ته هدیره کې یو ځای وي، واړه یتیمان به مو یو ځای لوبې کوي، بورې مندې به مو ملګرې او پر یوه لار قبرونو ته ځي راځي،کونډې به مو څه وخت وروسته له ناچارۍ یو ځای سره ناستې وي.

خو ستا د هغه بادار چې ته یې د خوب او عملیاتو په وخت کې سپر ګرځولی وې هر څه له تا بیل دي.

که ستا انحراف په اعتدال بدل شی زما په سنګر کې هم حسن نه پاتي کېږي، بناءً سنجیدګي، تسامح او احسان مې ومنه. او راځه خدای دې راوله.

د شرعي سولې، ارامتیا او سپیڅلي اسلامي نظام په هیله.

په درنښت
والسلام

۲۵/رجب/۱۴۴۰هق
۱/اپریل/۲۰۱۹م

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *